سياستمهم خبرونه

د افغانستان سفارت په برلين کې لا هم د پخواني سفير تر مديريت لاندې ده

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت وياند ويلي چې د افغانستان سفارت په برلين ښار کې لا هم د دغه هېواد د پخواني او د آلمان د حکومت د تاييد شوي سفير تر مديريت لاندې فعاليت کوي، او تر اوسه د دې ديپلوماټيک نمايندګۍ د کارکوونکو د بدلون په اړه هېڅ رسمي خبر نه دی تر لاسه شوی.

مارتين ګيزه ټينګار کړی چې د هر نوي سفير منل د رسمي پروسو له تېرېدو او د «کوربه هېواد د موافقې» له ترلاسه کولو پرته ممکن نه دی. د هغه په وينا، د افغانستان سفارت لپاره د نوي استازي د معرفي کېدو په اړه له بل لوري هېڅ ډول غوښتنه نه ده وړاندې يا تاييد شوې.

دا څرګندونې پر داسې مهال شوي چې له دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو چې يو د طالبانو ادارې اړوند ديپلومات د افغانستان سفارت د مشر په توګه ټاکل شوی، خو د آلمان چارواکو دا ادعا په رسمي ډول نه ده تاييد کړې.

د طالبانو اداره تر اوسه د دغو راپورونو او د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د دريځ په اړه هېڅ څرګندونه نه ده کړې. له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې بېرته واک ته رسېدلي، د دوی د استازو د مشروعيت او رسمي پېژندنې موضوع په بېلابېلو هېوادونو کې لا هم له حقوقي او سياسي ننګونو سره مخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button