د افغانستان سفارت په استراليا کې نامعلوم وخت لپاره ځنډول کېږي

د استراليا حکومت او د افغانستان سفارت په کانبيرا کې په يوې ګډې اعلاميې کې ويلي چې د افغانستان سفارت چارې به له ۳۰ جون ۲۰۲۶ وروسته تر نامعلومه وخته ځنډول کېږي.
په اعلاميه کې ويل شوي، دا پرېکړه له مشورې وروسته د سفارت او د استراليا د حکومت له خوا د هغو محدوديتونو په چوکاټ کې شوې چې د سفارت په وينا، د دوی له واکه بهر دي. د افغانستان سفارت ټينګار کړی که څه هم دا پايله د دوی د تمې خلاف ده، خو دواړو خواوو د چارو د لېږد او درېدلو لپاره پر يوه «عزتمندانه» بهير هوکړه کړې ده.
د استراليا حکومت په اعلاميه کې همدارنګه ويلي چې د کوربه هېواد په توګه به د ۱۹۶۱ کال د ويانا دپلوماتيکو اړيکو د کنوانسيون له مخې، د افغانستان د سفارت د ودانۍ، شتمنيو او ارشيف ساتنې مسووليت پر غاړه واخلي.
د ورکړل شويو مالوماتو له مخې، د افغانستان اوسنی سفير او د سفارت کارکوونکي د پخواني حکومت د مشر اشرف غني له خوا ټاکل شوي وو. استراليا څرګنده کړې چې د طالبانو له لوري ورپېژندل شويو نويو استازو ته به رسميت ورنه کړي؛ يوه موضوع چې د افغانستان د بهرنيو استازوليو پر وضعيت يو ډول ابهام او ناڅرګندتیا رامنځته کړې ده.




