ټولنه‌یزمهم خبرونه

د افغانستان د تعلیمي محدودیتونو له امله د کلتوري نسل‌ وژنې خبرداری ورکړ شوی

د بشر حقونو فعالانو اتحاد خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د زده‌کړې پر نظام پراخې محدودیتونه د فکري غږونو چوپېدو، د ټولنې د ګډ شعور کمزوری کېدو لامل شوی او د نوې نسل راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

یادې ادارې د یکشنبې په ورځ، د قوس میاشتې په ۲۴مه، په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې روان وضعیت د «کلتوري نسل‌ وژنې» مصداق لري؛ دغه بهیر د زده‌کړې د لارو تړلو، محصلینو د ځپلو او د ټولنې د فرهنګي حافظې له منځه وړلو له لارې پر مخ ځي.

دغې ادارې زیاته کړې چې د طالبانو اداره نه‌یوازې د زده‌کړې له محدودولو سره د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د ټولنې فکري او فرهنګي بنسټونه یې هم تر هدف لاندې نیولي او د ځوان نسل د سالم رشد لاره یې بنده کړې ده. دغه چلند د انساني کرامت او متساوي تعلیم ته د برابر لاسرسي له اصولو سره څرګند تضاد لري.

د بشر حقونو فعالانو اتحاد ټینګار کړی چې د ځوان نسل راتلونکی یوازې د پوهې، ازادۍ او انساني کرامت د ساتلو تر سیوري لاندې ممکن دی، او له تعلیمه سیستماتیک محرومیت داسې پایلې لري چې په لنډمهالي توګه یې جبران ناشونی دی.

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان واکمن شول، په تعلیمي نظام باندې پراخ بندیزونه لګول شوي؛ د شپږم ټولګي پورته نجونو او محصلینو ته د زده‌کړې نه‌ورکولو، د ګڼ شمېر ښځینه استادانو لیري کولو، د تحصیلي څانګو بدلون او د ځینو کتابونو د خپرولو او پلور بندیزونه په دغو اقداماتو کې شامل دي؛ دا اقدامات دننه او بهر پراخه منفي غبرګونونه راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button