اقتصادمهم خبرونه

د اقتصاد وزیر د هانکانگ ګروپ له مشر سره د پانګوونې پر فرصتونو خبرې کړي

د طالبانو د اقتصاد وزارت خبر ورکړی چې دین محمد حنیف، د دې وزارت وزیر، د هانکانگ ګروپ له رئیس حای یانگ سره لیدنه کړې ده. ویل شوي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي همکاریو او پانګوونې فرصتونه ارزول شوي دي.

د وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، حای یانگ د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړې او هغو اسانتیاوو ته یې هرکلی ویلی چې د بهرنیو پانګه‌والو لپاره اعلان شوې دي. هغه ويلي چې د دوی شرکت په بېلابېلو هېوادونو کې د ودانیو، سړکونو، پولونو، استوګنیزو ښارګوټو، کانکېندنې او صنعتي فعالیتونو په برخو کې تجربه لري.

سرچینې زیاتوي چې حای یانګ د افغانستان د کانونو د استخراج او د اوبو د مدیریت په برخو کې د پانګونې لپاره د خپل شرکت علاقمندي ښودلې او د دې کار لپاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

له بلې خوا، د طالبانو د اقتصاد وزیر د هېواد د تجارتي ظرفیتونو او فرصتونو ته په اشاره، له سیمې سره د ترانزیټي لارو د پراخولو، سوداګرۍ اسانتیاوو او پانګونې د پراختیا خبرې کړې دي او د هانکانگ ګروپ د پانګوالې علاقمندۍ ته یې ښه راغلاست ویلی دی.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د پانګونې د روڼ حقوقي چوکاټونو، مشخصو مقرراتو او د عامه ګټو د خوندي ساتنې لپاره باوري تضمینونو نشتوالی، لا هم د اقتصادي فعالانو او څارونکو بنسټونو لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده؛ هغه مسله چې هیله کېږي په هر ډول احتمالي هوکړه کې ورته مفصل پاملرنه وشي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button