په ختيځ افغانستان کې انساني بحران؛ ۲۰ روغتيايي مرکزونه تړل شوي او د بېځايه شويو نوې څپه راپورته شوې

يو تازه بشردوستانه راپور خبرداری ورکوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي زياتوالی د هېواد په څو ختيځو او سوېل ختيځو ولايتونو کې د امنيتي او انساني وضعيت د پام وړ خرابېدو لامل شوی او زرګونه کورنۍ يې مجبوره کړې چې خپل کورونه پرېږدي.
د «ريليفوب» د خپرې شوې وضعيتې راپور له مخې، هغه جګړې او هوايي بريدونه چې د فبرورۍ له پای راهيسې پيل شوي، د ډيورنډ شخړيزې کرښې په اوږدو کې ځينې سيمې اغېزمنې کړې دي. دغه سيمې په ځانګړي ډول د ختيځ او سوېل ختيځ ولايتونو پورې تړلې دي، چې له مخکې هم د امنيتي ستونزو او د بنسټيزو خدمتونو له کمښت سره مخ وې.
راپور د «نړيوال روغتيايي بنسټ» (IMC) له قوله وايي، د ډزو تبادله، د توپچي بريدونه او هوايي حملې د ملکي زېربناوو ته زيان رسولی دی. روغتيايي مرکزونه او ځينې د مرستو تاسيسات د زيانمنو ځایونو له ډلې څخه دي.
په ننګرهار ولايت کې د تورخم د بندر شاوخوا جګړې تر ټولو سختې بلل شوي دي. دا بندر د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سوداګريزو او ترانزيټي لارو څخه شمېرل کېږي. په دې سيمه کې روانې ناامنۍ نه يوازې د خلکو تګراتګ، بلکې د سوداګريزو توکو او بشري مرستو د لېږد بهير هم ګډوډ کړی دی.
د خپرو شويو مالوماتو له مخې، يو شمېر کډوال د تاوتريخوالي له امله ټپيان شوي او د تورخم په نږدې سيمه کې د «عمري» د مهاجرينو د کمپ اوسېدونکي د احتياط په توګه نورو ځایونو ته لېږدول شوي دي. همدارنګه د ملکي تلفاتو، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، راپورونه د مهاجرينو د ښارګوټو په نږدې سيمو کې ورکړل شوي دي.
د مرستندويه بنسټونو د اټکل له مخې، شاوخوا ۱۶ زره او ۳۷۰ کورنۍ، يعنې نږدې ۱۱۴ زره او ۵۹۰ تنه، په پکتيا، کنړ، ننګرهار، خوست، پکتیکا او نورستان ولايتونو کې نوي بېځايه شوي دي. که د ۲۰۲۵ کال د زلزلهځپلو کورنيو شمېر هم ورسره وشمېرل شي، په دې سيمو کې د بېځايه شويو کورنيو ټول شمېر نږدې ۲۳ زره او ۳۷۰ ته رسېږي.
دا نوې بېځايهتيا د سيمې پر له مخکې نازک بشري وضعيت دروند فشار راوړی دی. ډېری کورنۍ په غيررسمي کمپونو لکه «شومش» او «وادر» کې د کنړ د نورګل ولسوالۍ ته پناه وړې ده او ځينې نورې د کوربه کورنيو سره مېشتې دي، هلته چې د څښاک اوبه، د نظافت او صحي خدمتونو کمښت له وړاندې موجود و.
مرستندويه ادارې وايي، د جګړو دوام د روغتيايي خدمتونو لاسرسی هم ګډوډ کړی دی. نړيوال روغتيايي بنسټ د طبي وسايلو، د زخمونو د درملنې کټونو او د بنسټيزو درملو د عاجلې اړتیا خبر ورکړی، څو د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر مخکښو کلينيکونو او روغتونونو ورسېږي.
راپورونه څرګندوي چې لږ تر لږه ۲۰ روغتيايي مرکزونه د ختيځ او سوېل ختيځ په ولايتونو کې د امنيتي دلايلو له امله تړل شوي يا يې فعاليت ځنډول شوی دی. بشردوستانه ادارې خبرداری ورکوي که عاجلې مرستې ونه رسېږي، نو بېځايه شوې کورنۍ به له جدي روغتيايي ستونزو او د خوړو له امنيت نهشتوالي سره مخ شي. د خوراکي توکو مرستې، بيړنی سرپناه، د ملاتړ خدمتونه، رواني مرستې او د هغو ماشومانو لپاره تغذيې پروګرامونه چې له حاد سوءتغذيې ځوريږي، د عاجلو اړتياوو په توګه يادي شوې دي.




