مهم خبرونهنړیوال

په افغانستان کې د زلزلې له امله بيړنۍ مرستې د مالي امکاناتو له کمښت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په ختیځ افغانستان کې له مرګوني زلزلې څو اونۍ وروسته هم د مرستو رسونه د مالي سرچینو د کمښت له امله په ورو ډول روانه ده. دغه اداره زیاتوي چې تر اوسه نژدې ۲۱۱ زره تنه له بېړنيو مرستو برخمن شوي، خو یوازې ۳۵ میلیونه ډالره د اړتیا وړ ۱۱۱.۵ میلیونه ډالرو څخه برابر شوي دي.

OCHA وايي، که تازه منابع برابر نه شي، ژمني موسم ته په نژدې کېدو سره به د مرستندویو بنسټونو وړتیا د حیاتي مرستو د رسولو په برخه کې سخت محدوده شي. دغه دفتر اندېښنه ښيي چې زرګونه زیان منلې او کمزوري کورنۍ، په تېره په لیرې پرتو سیمو کې، ښايي له پناه ځای، خوراکي توکو او د ژمي د تودوخې له وسایلو بې برخې پاتې شي.

یاده زلزله چې د افغانستان ختیځ ولایتونه يې ولړزول، د خلکو پر کورونو، بنسټيزو تاسیساتو او ورځني ژوند پراخ تاوان واړاوه. خو له دې سره سره، د طالبانو اداره پر مرستې کوونکو بنسټونو د اسانتیاوو پر ځای، په ځینو مواردو کې د هغوي مخه نیولې او د زیانمنو سیمو ته د هغوي مؤثر لاس‌رسی یې محدود کړی.

OCHA او نور نړیوال بنسټونه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې فوري مالي مرسته چمتو کړي او د انسان‌دوستانه وضعیت له لا خرابېدو مخنیوی وکړي. دوی خبرداری ورکړی چې که نوره مرسته ونه‌شي، د زرګونو انسانانو ژوند به له ستر ګواښ سره مخ شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button