ټولنه‌یزروغتيا

د ختیځ افغانستان زلزله‌ځپلو ماشومانو ته د ژمي د سړې هوا خبرداری

د ماشومانو د ژغورنې سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان ختیځ کې له پنځه میاشتې وړاندې د زلزلو اغېزمن ماشومان او کورنۍ له سخت ژمي او درنو واورو سره له اندېښمن وضعیت سره مخ دي او د یو شمېر کسانو ژوند له خطر سره مخ دی.

دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ، د دلوې په شپږمه، اعلان وکړ چې نږدې پنځه زره او اووه سوه کورنۍ لا هم په خېمو کې ژوند کوي. دا خېمې یوازې د یوې پلاستیکي پوښۍ له لارې له واورې، یخ باد او رطوبت څخه ساتل کېږي او د ژمي د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو توان نه لري.

د دغه سازمان په وینا، یخ او مرطوب چاپېریال ماشومان د خطرناکو ناروغیو، په ځانګړي ډول د سینه‌بغل په څېر شدیدو تنفسي عفونتونو پر وړاندې جدي زیان منونکي کړي او د مړینې خطر یې زیات کړی دی.

په داسې حال کې چې د ژمي بیړنۍ مرستې د دغو کورنیو لپاره حیاتي بلل کېږي، د مرستندویو بنسټونو په وینا، د طالبانو د ادارې له خوا د اغېزمن پلان او پر وخت اقدام نشتوالی د بې‌وزلو سره د مرستو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی، چې یې مستقیمې پایلې د ماشومانو په ژوند کې څرګندې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button