ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

د افغانستان د مخکني تودوالي او اقلیمیز بدلونونو په اړه د ماهر خبرداری

د اوبو سرچینو او اقلیمیز بدلونونو یو کارپوه خبرداری ورکړی چې افغانستان د مخکني ګرمېدو په درشل کې دی، او دا حالت کولای شي د چاپېریال او د خلکو د ژوند پر شرایطو پراخ اغېز ولري.

نجیب‌الله سدید، چې د اوبو سرچینو، چاپېریال او اقلیمیز بدلونونو متخصص دی، د یکشنبې په ورځ د دلو د ۱۲مې نېټې په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې وړاندوینې ښيي د فبرورۍ په میاشت کې به د افغانستان د هوا تودوخه له عادي کچې څخه تر اته نه تر ۱۲ درجو لوړه وي. د نوموړي په وینا، دا د حرارت زیاتوالی به د واورو د ژر ویلې کېدو لامل شي، چې دا به د سېلابونو د رامنځته کېدو خطرونه، د خاورې د رطوبت چټک کمېدل، د کرنیزو محصولاتو او څړځایونو له منځه تګ او په پایله کې د دوبی د وچکالۍ د زیاتېدو احتمال رامنځته کړي.

په همدې مهال، د طالبانو تر ادارې لاندې د طبیعي پېښو د مبارزې ریاست اعلان کړی چې د روانې اوونۍ په جریان کې به د هېواد په شمالي سیمو کې د ورښت کچه لا هم کمه وي. له دې سره، دغه اداره اټکل کوي چې په لوېدیځو، د مرکزي غرنیو، ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې د ورښت امکان شته، خو لاهم د ادارو د چمتووالي او د پایلو د مدیریت د وړتیا په اړه شکونه موجود دي.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې سازمان (FAO) هم راپور ورکړی و چې د افغانستان د ورښت موسم د پخوا په پرتله وچ او ګرم پیل شوی. د دې راپور له مخې، په ډېرو سیمو کې د منځنۍ کچې نه ټيټه ورښت او د منځنۍ کچې نه لوړه تودوخه د ژمي په لومړیو کې اټکل شوې وه.

افغانستان په وروستیو کلونو کې پرلپسې د کمې ورښت او د اقلیمیز بدلون له امله له سختې وچکالۍ سره مخ شوی. که څه هم په روان ژمي کې په ځینو سیمو کې واوره او باران ثبت شوی، خو د ټولیزې ورښت کچه لا هم له عادي اندازې ټيټه ده؛ یو حالت چې د روښانه پلان جوړونې، د مسؤلو ادارو د حساب ورکونې او د اوبو د سرچینو د غوره مدیریت تر څنګ د زیانمنو خلکو د ملاتړ جدي اړتیا ته اشاره کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button