روغتيامهم خبرونه

په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د مخنیوي درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (UNODC افغانستان) د دې ادارې د څېړنې او روزنې له برخې او د جاپان د نړيوالو همکاريو ادارې (JICA) په ملاتړ، د اړوندو ملي ادارو لپاره يو درې ورځنی تخنیکي ورکشاپ ترسره کړ.

دغه ورکشاپ د «د نشه‌يي موادو د استعمال د مخنیوي نړیوالو معیارونو» په محور جوړ شوی و او موخه یې د شواهدو پر بنسټ د غبرګونونو پیاوړتیا، د بریالیو تجربو تبادله او د مخنیوي په برخه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ ښه کول بلل شوي دي.

د ورکشاپ تنظیموونکي وايي، د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول او د علمي میتودونو کارول کولای شي په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د استعمال د زیانونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي؛ هغه موضوع چې د اوسنیو شرایطو او د عامې روغتيا په برخه کې د جوړښتي محدوديتونو له کبله، د نړيوالې ټولنې د دوامدار پاملرنې او ملاتړ غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button