په اسلاماباد کې د افغانستان د بدلونونو او سیمهییزو اړیکو په تړاو غونډه جوړه شوه

د اسلاماباد ستراتیژیکو مطالعاتو موسسې د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ ۲۰مه، اعلان وکړ چې یوه غونډه یې د افغانستان روانو تحولاتو او سیمهییزو اړیکو په اړه ترسره کړې ده. د دې موسسې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا غونډه د چین او جنوبي آسیا لپاره د سټیمسن مرکز د مشر څېړونکي، ډنیل مارکی، په ګډون جوړه شوې وه.
د معلوماتو له مخې، د غونډې ګډونوالو د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکو، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لاندې وضعیت بدلون، او د سیمې او نړۍ د ستراتیژیک لیدلوري پر مسایلو بحثونه او نظرونه تبادله کړل. دا بحثونه د سیمهییزو څېړنیزو بنسټونو لهخوا د افغانستان د سیاستونو او امنیتي بدلونونو د اغېزو د درک په هدف ترسره شوه.
سټیمسن مرکز، چې په واشنګټن، د امریکا پلازمینه کې فعالیت کوي، یو پېژندل شوی څېړنیز بنسټ دی چې د امنیت او بهرني سیاست په برخه کې کار کوي. ډنیل مارکی، چې د دغه مرکز یو مشهوره څېړونکی بلل کېږي، تر دې وړاندې هم د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق سره د افغانستان د امنیتي وضعیت او له طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي خبرې کړې وې.
کارپوهان باور لري، چې د بهرنیو څېړنیزو بنسټونو لهخوا د دا ډول مسایلو راپورته کول ښيي چې نړیواله ټولنه د افغانستان د امنیتي او بشري وضعیت په اړه مخ پر زیاتېدونکو اندېښنو سره مخ ده؛ داسې وضعیت چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ګڼو ننګونو، لکه نړیواله انزوا، د وګړو د حقونو نقض او پراخو محدودیتونو سره مخ دی.




