د افغانستان او داغستان د سوداګرو ترمنځ د پنځو تفاهملیکونو لاسليک

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه اعلان کړې چې د افغان سوداګرو او د روسیې د فدراسیون د داغستان جمهوریت د تجارتي پلاوي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د شبکې جوړولو ناستې په ترڅ کې، پنځه تفاهملیکونه د نږدې يو نيم ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت لاسليک شوي دي.
د يادې خونې د مالوماتو له مخې، دغه تفاهملیکونه د ترانسپورټ او خوراکي توکو په برخو کې لاسليک شوي او موخه يې د اقتصادي همکاریو پياوړتیا او د دواړو لورو ترمنځ د سوداګريزو اړیکو اسانتیا ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ټولنيز شبکه «ايکس» (پخوانی ټويټر) کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، دا ناسته د سوداګرو ترمنځ د مستقيمو اړیکو د رامنځته کولو او د ګډو پانګونو د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوې ده.
داغستان جمهوریت د روسیې د فدراسیون له فدرالي واحدونو څخه يو دی، چې د شمالي قفقاز په سیمه کې موقعيت لري او په وروستیو کلونو کې یې د سيمې له هېوادونو، په شمول د افغانستان، سره د سوداګريزو اړيکو د پراختيا هڅې کړي دي.




