کلتور او هنرمهم خبرونه

اقلیمي بدلون او ښاري پراخوالی د افغانستان فرهنګي میراث له خطر سره مخ کوي

د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پراختیا اداره (UN-Habitat) ویلي چې د ښارونو بې‌نظمې پراخېدنه او د اقلیمي بدلون زیاتېدونکي اثرات د افغانستان تاریخي او فرهنګي میراث له جدي ګواښ سره مخ کړي دي. د دې ادارې په وینا، په هېواد کې ډېر زاړه او تاریخي ځایونه د ناقانونه او بې‌برنامې پراختیا له امله له ویجاړېدو سره مخ دي.

د ادارې د څرګندونو له مخې، د تاریخي سیمو ساتنه نه یوازې د ښارونو د هویت او ویاړ د خوندي کولو لپاره مهمه ده، بلکې دا د افغانستان د خلکو ترمنځ د ټولنیز يووالي او ګډ تاریخ یاد ساتلو کې هم مهم رول لري. د دې برخې متخصصین ټینګار کوي که اوسنی وضعیت دوام ومومي، نو د هېواد لویه کلتوري برخه به د تل لپاره له منځه ولاړه شي.

په هغه انځور کې چې یادې ادارې خپور کړی، د بامیان ولایت یو تاریخي ځای ښودل شوی؛ داسې ځای چې پخوا د یونسکو نړیوال میراث برخه ګڼل کېده. بامیان چې یوه وخت د تمدن او فرهنګي تبادلې مرکز و، اوس د هغو بېلګو نه دی چې ښيي څنګه د افغانستان تاریخي میراث د اقلیمي بدلون او ښاري بې‌نظمۍ په وړاندې زیان‌من دی.

فرهنګي فعالانو د طالبانو له ادارې غوښتي چې له نړیوالو ادارو سره په ګډه مشخصې تګلارې جوړې کړي تر څو تاریخي آثارو ته پاملرنه وشي او بیا ورغول شي. خو د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې، ډېرې بیارغونې پروژې یا درېدلي دي یا هم له محدودیتونو سره مخ دي، یوه موضوع چې د هېواد د فرهنګي میراث د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button