مهم خبرونهنړیوال

د افغانستان په اړه د تهران ناسته د شپږو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوه

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې د افغانستان د روان وضعیت او د دغه هېواد د بحران د حل لارو چارو د ارزونې لپاره یوه ناسته په تهران کې د روسیې، چین، تاجیکستان، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان د ځانګړو استازو په ګډون ترسره شوې ده.

د اسماعیل بقايي په وینا، دغه ناسته د ایران له لوري د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د پخوا راهیسې روانو سلا مشورو او له افغان او پاکستاني چارواکو سره د خبرو دوام ګڼل کېږي. نوموړی زیاتوي، دا په تېر دوه کلونو کې لومړۍ ناسته ده چې په دغه چوکاټ کې ترسره شوه او د ګډونوالو د کچې لوړتیا د موضوع د اهمیت ښکارندویي کوي.

بقايي وضاحت ورکړی چې د روسیې او ازبکستان استازي د خپلو ولسمشرانو د ځانګړو استازو په توګه برخه اخیستې وه، او د پاکستان استازی د دغه هېواد د صدراعظم په استازیتوب ګډون کړی و. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د دې ناستې موخه دا ده چې د افغانستان د ثبات لپاره د سیمه‌ییزو همکاريو او سیاسي حل لپاره یوه مناسبه فضا رامنځته شي.

نوموړي وویل، که څه هم چې د افغانستان ګډون کولای شوای د سیمې د هېوادونو ترمنځ د تفاهم د زیاتوالي او ستونزو د کمښت لامل شي، خو تهران د افغانستان د نه ګډون پرېکړه درناوی کړې ده.

ده ټینګار وکړ چې د تهران اساسي باور دا دی چې د افغانستان پېچلي مسائل یوازې د ټولو ښکېلو لوریو او سیاسي جریانونو تر منځ د رغنده خبرو اترو له لارې حلېدای شي، او د تهران ناسته هم د همدې لیدلوري پر بنسټ جوړه شوې ده.

د دغې ناستې جوړېدو د افغانستان او سیمې په سیاسي حلقو کې یو لړ غبرګونونه راپارولي او یو ځل بیا یې د افغان بحران د حل، د کورنیو شخړو د مخنیوي او د ملي تفاهم د رامنځته کېدو پر خبرو ټینګار را برسېره کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button