افغانستان د ادراک د فساد په نړيوال شاخص کې څلور درجې راټيټه شوې

په ۲۰۲۵ کال د ادراک د فساد د شاخص تر ټولو تازه راپور کې افغانستان د څلورو پړاوونو په راټيټېدو سره د ۱۸۲ هېوادونو له ډلې د ۱۶۹م مقام څښتن شوی دی. د دې راپور له مخې، چې د شفافیت نړیوال سازمان له خوا خپور شوی، افغانستان له ۱۰۰ ممکنه نمرو یوازې ۱۶ نمرې ترلاسه کړې دي.
د شفافیت نړیوال سازمان ويلي چې د فساد د کنټرول نړيواله منځنۍ کچه تر ټولو ټيټې سطحې ته رسېدلې او ډېری هېوادونه د دې پدیدې د مهار په برخه کې پاتې راغلي دي. دا شاخص هر کال د نړيوالو متخصصینو او معتبرو بنسټونو د ارزونو پر بنسټ چمتو کېږي او د عامه سکتور د فساد د ادراک کچه ښيي.
د دې راپور په غبرګون کې د طالبانو اداره د راپور پایلې رد کړي او ويلي یې دي چې وړاندې شوې شمېرې د افغانستان د اوسني حالت انځور نه وړاندې کوي. د دې ادارې چارواکي ادعا کوي چې د فساد لامل کېدونکې کړۍ له ادارو لرې شوې او د فساد پر ضد مبارزه په جدي ډول روانه ده.
خو د ادارو په جوړښتونو کې د شفافيت نشتوالی، د رسنيو د معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونه او د خپلواکو نظارتي بنسټونو نه شتون هغه موضوعات دي چې د نړيوالو بنسټونو او شننونکو له خوا تل د افغانستان د اغېزمنې مبارزې پر وړاندې د جدي ننګونو په توګه يادېږي. د دې شاخص تازه راټيټېدل پر هغو اقداماتو پوښتنې زياتې کړې دي چې د طالبانو له خوا د فساد د مخنيوي لپاره اعلان شوي دي.




