افغانستان د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس ته نهدی بلل شوی

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره سره، د ملګرو ملتونو لهخوا د برازیل په کوربتوب روان نړیوال کنفرانس COP30 ته نهدی بلل شوی.
یادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي افغانستان د هغو شپږو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیم بحران تر ټولو ډېر اغېز پرې کړی، خو له دې مهم نړیوال کنفرانس څخه بېبرخې پاتې شوی. د دې ادارې په وینا، د افغانستان خلک له سختو وچکالیو، زیاتېدونکو سېلابونو، د یخچنونو له ویلې کېدو، د کرنیزو محصولاتو له کمښت، د ځمکې ښوېدنې او د ژوند د منابعو د له منځه تللو له امله د مهاجرت له بحران سره مخامخ دي.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې د دې کنفرانس لپاره د ګډون زمینه د یو شمېر کورنیو او نړیوالو ادارو په مرسته برابره شوې وه، خو دا چې د ګډون بلنه نه ده ترلاسه شوې، د طالبانو ادارې پلاوی ونه شو کولای په دې کنفرانس کې برخه واخلي. دغه اداره د کنفرانس د تنظیم کوونکو دا چلند د “اقلیمي عدالت، نړیوالې همکارۍ او انساني یووالي” پر خلاف ګڼلی.
سره له دې، باید وویل شي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، دوی د پخواني حکومت ډېری اقلیمي ژمنې له پامه غورځولې یا پریکړې یې ماتې کړې دي. طالبان چې یوازې د روسیې لهخوا د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت پېژندل شوي، له نړیوالو سره د اړیکو له کمښت سره مخامخ دي او له نړیوالو معتبرونو غونډو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له همایشونو، ډېری وخت پاتې کېږي.




