د افغانستان زرګونه کانټینرونه د پاکستان په پولو کې بند پاتې دي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د غړو تر منځ په وروستي ناسته کې، افغان سوداگرانو اندېښنه ښوولې چې زرګونه د افغانستان بار کانټینرونه د پاکستان په بندرونو او دواړو هېوادونو په پولو کې بند پاتې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، څه کم اته زره کانټینرونه چې د افغانستان ترانزیټي توکي لېږدوي، په پاکستاني بندرونو کې درول شوي، او هممهاله څلور زره نور کانټینرونه چې یا صادراتي توکي لري او یا خالي دي، د افغانستان له لوري پاکستان ته د تېرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې. دا اوږدمهاله ځنډ افغان سوداګرو ته د پام وړ اقتصادي تاوانونه اړولي دي.
په دې ناسته کې چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی، هم ګډون کړی و، سوداګرو غوښتنه وکړه چې دا ستونزه دې د طالبانو له خوا له پاکستاني چارواکو سره د ډیپلوماتیکو لارو له مخې جدي تعقیب شي. همداراز، دوی پر دې ټینګار وکړ چې د افغانستان سوداګري باید د یوه مسیر پر ځای بیلابیلو بدیل لارو باندې تکیه وکړي، او عملي ګامونه دې د بدیلو ترانزیټي لارو د پراختیا لپاره واخیستل شي.
سربېره پردې، د سوداګرۍ خونې غړو له طالبانو څخه وغوښتل چې د صادراتو او کورني تولید ملاتړ لپاره دې غیر نقدي سبسایدی ورکړي. د دوی په وینا، دغه اقدام کولی شي د سوداګرو اوسني اقتصادي ستونزې لږې کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغو اندېښنو په ځواب کې ژمنه وکړه چې د شته ستونزو د حل او سوداګریزو لارو د پیاوړتیا لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي. نوموړي همداراز له ګاونډیو هېوادونو سره پر اقتصادي اړیکو ټینګار وکړ، خو له مشخصو عملي ګامونو یې څه یادونه ونه کړه.




