سياستمهم خبرونه

د افغانستان د تماس ډلې غونډه سبا په آستانه کې ترسره کېږي

د «افغانستان د تماس ډلې د ځانګړو استازو هېوادونو» غونډه ټاکل شوې چې سبا (د دوشنبې په ورځ) د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې ترسره شي. ویل کېږي، د افغانستان اوسنی وضعیت او له کابل سره د سیمه‌ییزو همکاریو څرنګوالی به د دغو خبرو اصلي محوره وي.

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سیمې هېوادونه په وروستیو میاشتو کې هڅه کوي د طالبانو له ادارې سره د تعامل او همدارنګه د افغانستان د سیاسي او اقتصادي راتلونکې په اړه ګډ تفاهم ته ورسېږي. سره له دې، تر اوسه د افغانستان د کورنیو بحرانونو مدیریت، د یوه ټول‌ګډ سیاستي جوړښت رامنځته کول او د افغان وګړو د حقونو تأمین د نړیوالې ټولنې د بحث اصلي موضوعات پاتې دي.

د دې تماس ډلې لومړنۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال د دلوې په میاشت کې په کابل کې ترسره شوې وه. په هغه غونډه کې د طالبانو د ادارې استازي، د سیمې او افغانستان ګاونډیو هېوادونو ځانګړي استازي او سفیران ګډون درلود او د سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

همدارنګه، له دې وړاندې د ازبکستان او قزاقستان چارواکو د دلوې په ۱۶مه نېټه په یوه رسمي لیدنه کې د افغانستان د ګډون د راتلونکو سیمه‌ییزو نښلوونکو پروسو په اړه خبرې کړې وې. د دغه لیدنې یو مهم بحث د افغانستان د ملي ریلپټي پروژه وه؛ داسې پروژه چې که عملي شي، کولی شي د افغانستان د نښلېدنې په سیمه‌ییزو ترانزیټي شبکو کې مهم رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button