دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د بن ښار کې د افغانستان قنسولګري خپل خدمات بېرته پيل کړل

د آلمان بن ښار کې د افغانستان قنسولګري، چې دا مهال د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، اعلان کړی چې قنسولي خدمات یې بېرته پيل کړي دي. دغه دفتر ویلي، له دوشنبې د لړم ۱۹مې نېټې څخه د آلمان مېشت افغان اتباع کولای شي د قنسولګرۍ له رسمي وېب‌پاڼې څخه د نوبت اخیستو له لارې له دې ادارې څخه خدمات ترلاسه کړي.

دا قنسولګري له یو پړاو بندېدو وروسته بېرته پرانیستل شوې ده؛ هغه وخت چې د دې دفتر پخوانیو کارکوونکو د داخلي اختلافونو او د طالبانو له خوا ټاکل شوو استازو سره د نه همکارۍ له امله استعفا وکړه. دغو اختلافونو او دسته‌جمعي استعفاو د قنسولي چارو عادي فعالیتونه درولي وو.

که څه هم طالبان هڅه کوي چې د بهرنیو استازو ادارې تر خپل کنټرول لاندې راولي، خو د نړيوال مشروعیت نشتون او د دوی غیرقانوني کړنې دننه په افغانستان کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې قنسولګریو مشروعیت د اروپا مېشتو افغانانو لپاره له جدي پوښتنو سره مخ کړی.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه قنسولګري ژمنه کړې چې ډېر ژر به د پاسپورټونو چاپ او وېش هم پيل شي؛ خو دا موضوع د دغو اسنادو د نړيوال اعتبار او د هېوادونو ترمنځ د تعامل په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button