د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د افغانستان سرکنسول په مشهد کې د خراسان رضوي د اتباعو له رييس سره وکتل

د افغانستان قونسلګرۍ په مشهد کې ويلي، چې نورمحمد متوکل، د افغانستان سرکنسول، د ايران اسلامي جمهوريت د خراسان رضوي ولايت د اتباعو او مهاجرينو د چارو له رييس جعفر سيدآبادي سره ليده کاته او خبرې اترې کړې دي.

د دې خبر له مخې، په دې ليدنه کې د اتباعو د چارو اړوندو دفترونو کې د هويت د تائيد ځانګړي بهير د ښه او اسانه تطبيق لپاره د مناسب کاري چاپېريال د رامنځته کولو په اړه بحث شوی دی. دا بهير د مهاجرينو د هويت اسنادو د تنظيم لپاره اساسي اهميت لري.

همدارنګه دواړو لوريو د افغانستاني مهاجرينو د ستونزو د حل اغېزمنو لارو او د تړلو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا په اړه خبرې کړي، تر څو اداري خدمات په ښه نظم او لا ډېرې اسانتيا سره وړاندې شي.

دغه ليدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د خراسان رضوي په ولايت کې د افغانستان ډېری مهاجرين ژوند کوي او د افغانستان د استازوليو او د ايران د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي د دوی د ورځنيو چارو د سمې مديريت لپاره مهم رول لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button