د افغانستان سرقونسل په مشهد کې د خراسان رضوي له والي سره ولیدل

مولوي نور محمد متوکل، د افغانستان سرقونسل په مشهد ښار کې، د ايران د اسلامي جمهوريت د خراسان رضوي له والي ډاکتر غلامحسين مظفري سره وکتل او خبرېوکړې.
د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د خبرو اصلي موضوع هغه تفاهمونه وو چې له دې وړاندې د هرات او خراسان رضوي د واليانـو تر منځ مطرح شوي وو. د دغو تفاهمونو موخه د دواړو لورو تر منځ د همکاريو پياوړتيا په بېلابېلو برخو کې بلل شوې ده.
دواړو لوريو همدارنګه د افغانستان او ايران تر منځ د سوداګرۍ د توازن د رامنځته کولو پر اړتيا ټينګار وکړ، او د افغانستان د اتباعو لپاره د ويزې د صادرولو د بهير د اسانتيا، په ځانګړي ډول د قانوني تګ راتګ په برخه کې، د دې ناستې له نورو مهمو موضوعاتو څخه وه.
د افغانستاني مهاجرينو د ستونزو څېړنه په بېلابېلو برخو کې، لکه اداري او معيشي مسايل، د خبرو بله برخه جوړوله. د دغو ستونزو حل د دواړو لوريو د اړوندو ادارو تر منځ د دوامدارې همغږۍ غوښتنه کوي.




