مهم خبرونهنړیوال

د افغانستان د ټولنو د تاب‌‎اوره‌والي د پروګرام پرمختګ وڅېړل شو

د افغانستان د ټولنو د تاب‌اوره‌والي پروګرام پرمختګ، د دغه پروژه د مشرتابه کمېټې په يوه رسمي غونډه کې د اروپايي اتحاديې، د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) او يو شمېر نورو نړيوالو سازمانونو د استازو په حضور وڅېړل شو، څو د روانو فعالیتونو پرمختګ او د راتلونکي کال د کار لومړيتوبونه وارزول شي.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې دفتر، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO)، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د نشه‌یي توکو او جرمونو ضد دفتر (UNODC) ګډون درلود او د پروژو د پلي کولو اړونده راپورونه يې وړاندې کړل.

د خپرو شوو مالوماتو پر بنسټ، د دې ناستې اصلي تمرکز د لاسته راوړنو ارزونه، د پروګرامونو د پلي کولو پر وړاندې شته ننګونې او د همکارو ادارو ترمنځ د غوره همغږۍ رامنځته کول وو، څو د افغانستان په محلي ټولنو کې د تاب‌‎اوره‌والي کچه لوړه شي.

د افغانستان د ټولنو د تاب‌اوره‌والي پروګرام له هغو نوښتونو څخه دی چې موخه يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د خلکو اقتصادي او ټولنيزه وړتيا پياوړې کول، د زيان‌مننې کچې راټيټول او د خلکو د معیشت ملاتړ دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button