ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

د افغانستان د کورنیو بې‌ځایه کېدو ۷۹ سلنه د اقليمي بدلون له امله رامنځته شوې ده

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د لومړۍ درې میاشتې په ترڅ کې د افغانستان د کورنیو بې‌ځایه کېدو ۷۹ سلنه د اقليمي بدلون او طبیعي پېښو له امله رامنځته شوې ده. شمېرې ښيي چې چاپېریالي عوامل لا هم په هېواد کې د بې‌ځایه کېدو له اصلي لاملو څخه دي.

د راپور له مخې، وچکالۍ، سېلابونه او زلزلو په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراخ زیانونه اړولي او زرګونه کورنۍ یې اړ کړې چې خپل کورونه پرېږدي. افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقليمي بدلونونو په وړاندې لوړه زیان‌منۍ لري، ځکه ډېرې ټولنې یې پر کرنه او طبیعي سرچینو تکیه لري.

دغه سازمان زیاته کړې چې د ایران او پاکستان له لوري د کډوالو د راستنېدو زیاتوالی پر هغو سیمو فشار زیات کړی چې له وړاندې د چاپېریالي پېښو له امله زیانمنې شوې وې. د یاد سازمان په وینا، د بېرته راستنېدنو او طبیعي بحرانونو یوځای کېدل د کوربه ټولنو د ظرفيتونو لپاره جدي ننګونې رامنځته کړې دي.

کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ټینګار کړی چې د بې‌ځایه شوو د وضعیت بیړنۍ رسېدنه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي پیاوړتیا، او له زیانمنو ټولنو ملاتړ خورا اړین دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button