یونهبیتات: د افغانستان ماشومان د ښاري راتلونکي روښانه انځور لري

د ملګرو ملتونو د بشر د استوګنې ادارې (یونهبیتات) په افغانستان کې ویلي چې د دغه هېواد ماشومان او نوي ځوانان له هماوسه د ښاري ژوند د یو مطلوب راتلونکي روښانه درک لري، او دا لیدلوری یې د هنر او خلاقیت له لارې انځور کړی دی.
یونهبیتات د یوه افغان ماشوم هنرمند له قوله ویلي چې د هغه هنري اثار داسې راتلونکي ته اشاره کوي چې دی غواړي په خپل ښار او هېواد کې یې وویني؛ راتلونکی چې هلته خوشحالۍ، مساوي فرصتونه او یو سولهییز چاپېریال حاکم وي، څو ټول اوسېدونکي پکې وده وکړای شي.
دغه اداره ټینګار کوي چې ماشومان او ځوانان یواځې د یو بهتر ښاري ژوند واضح تصور نه لري، بلکې د دوی لیدونه کولای شي د ښاري پلان جوړونې لپاره لارښود وګرځي؛ په ځانګړي ډول په یو داسې هېواد کې چې لویه برخه یې د ځوانانو له نسله جوړه ده.
یونهبیتات له اړوندو ادارو او نړیوالې ټولنې غواړي چې داسې زمینه برابره شي څو دا لیدونه یواځې د هیلو په کچه پاتې نه شي، بلکې د افغانستان په ښاري ساحو کې په عیني واقعیت بدل شي.




