یونیسف: په افغانستان کې د ماشومانو د تغذیې بحران د نړۍ له تر ټولو سختو بحرانونو څخه شوی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق (یونیسف) ویلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د تغذیې بحران د نړۍ له تر ټولو سختو او جدي بحرانونو څخه دی. دغه ادارې دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۱۴مه، د ایکس په نوم ټولنیز شبکه کې خپره کړې خبرپاڼه کې کړې دي او له وخیم حالت څخه یې خبرداری ورکړی دی.
د یونیسف په وینا، په افغانستان کې دا مهال لږ تر لږه ۳.۵ میلیونه ماشومان له شدیدې سوی تغذیې سره مخ دي، چې له دې ډلې یو میلیون یې له خورا شدیده کموزنۍ رنځ وړي. یونیسف دا وضعیت «د اندېښنې وړ» بللی او د فوري اغېزمن غبرګون غوښتنه یې کړې ده.
پې در پې وچکالۍ، وروستیو کلونو کې د بارانونو کمښت، او پراخ اقتصادي بحرانونه چې د خدماتو محدودېدو او بشري مرستو کمېدو له امله رامنځته شوي، د لوږې او سوی تغذیې د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل شوي دي. په گڼو ولایتونو کې ډېرې کورنۍ نشي کولای خپلو ماشومانو ته کافي خواړه برابر کړي.
د طالبانو اداره، د سرچینو د شفاف مدیریت نه شتون او د خلکو لومړنیو اړتیاوو ته د پاملرنې نشتوالي له امله، دغه وضعیت لا پسې خراب کړی دی. په داسې حال کې چې نړیوال سازمانونه هڅه کوي د میلیونونو ماشومانو ژوند وژغوري، خو د طالبانو د ادارې له خوا د مسؤلیت نه منل او موثر همکاری نه کول، د افغانستان د تغذیې بحران د فاجعې تر بریده رسولی دی.




