اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

نیمایي د افغانستان بودجه د طالبانو امنیتي برخو ته ځانګړی شوې

نړیوال بانک په یو تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۵ مالي کال د لومړیو اوو میاشتو پر مهال، نږدې نیمایي د افغانستان ټولیز بودجه د طالبانو امنیتي برخه کې لګول شوې، چې دا چارې د طالبانو د مالي لومړیتوبونو په اړه اندېښنې راپارولې دي.

د راپور له مخې، له ټول‌ټال له ۱۵۵ میلیارده زیاتې افغانیو بودجې څخه، ۷۵.۶ میلیارده افغانۍ یا ۴۹ سلنه یې په امنیتي برخو لګول شوې دي، حال دا چې روغتیا، زده‌کړو، ټولنیزو خدماتو او بنسټیزو تاسیساتو بیا ډېر لږه برخه ترلاسه کړې.

راپور زیاتوي، سره له دې چې لګښتونه ډېر شوي، طالبانو اداره توانېدلې چې د عوایدو او لګښتونو ترمنځ توازن وساتي او د بودجې کسري وساتي. د اکتوبر په میاشت کې د دې ادارې لګښتونه ۲۴.۳ میلیارده افغانۍ وو چې د تېرې میاشتې پرتله ۵ سلنه کمښت ښيي.

دا میاشتنی کمښت په عمده توګه د دولتي کارکوونکو د تنخواوو د ۱۲ سلنې کمښت له امله و، خو د توکو او خدماتو لګښتونه ۷.۷ سلنه او سبسایډي یا مرستې ۱۶ سلنه لوړې شوې دي. نړیوال بانک باور لري دغه بدلونونه څرګندوي چې طالبان پر ځانګړو برخو تمرکز کوي.

کلني معلومات ښيي چې د تېر کال د اکتوبر پرتله ټول لګښتونه ۷۸ سلنه ډېر شوي، چې اقتصادي کارپوهان یې عمده لامل د تیر کال ټیټ بنسټ او د تنخواوو د ورکړې ځنډ بولي.

نړیوال بانک زیاتوي، د تنخواوو او مزدونو ورکړه د ۱۸ سلنه زیاتوالي سره ۱۰۱.۴ میلیارده افغانیو ته رسېدلې. د توکو او خدماتو لګښتونه ۳۱.۳ میلیارده افغانیو ته او د انتقالاتو لکه له زلزله‌ ځپلو، قربانیانو او مستحقو کسانو سره مرستې او تقاعد ته ۱۳.۳ میلیارده افغانیو ته رسېدلي.

د انتقالاتو زیاتوالی ښيي چې له راستنېدونکو کورنیو، زلزله‌ ځپلو، د پېښو قربانیانو او مستحقو خلکو سره مرستې پراخې شوې دي. همداراز، د تقاعد پیسې د نوې لارښونې له مخې بېرته پیل شوې دي.

د بهرني تجارت برخه کې، واردات د ۲۱ سلنه زیاتوالي سره ۷.۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، چې ډېره برخه‌یې د کورني تولید لپاره لازمي منځ‌مهاله مواد دي؛ خو صادرات لا هم تر ډېره بریده په خوراکي توکو پورې اړه لري او ۸۲ سلنه‌یې همدا توکي جوړوي.

نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د صادراتو دا تړاو له خوراکي توکو سره افغانستان د اقلیمي بدلونونو او نړیوال بازار د بې‌ثباتۍ پر وړاندې زیان‌پذیر کوي.

د تجارتي شریکانو د څېړنې له مخې، ایران لا هم د ۲۹ سلنې ونډې سره د افغانستان تر ټولو لوی تجارتي شریک پاتې شوی، ورپسې متحده عربي امارات، پاکستان او چین دي. د تجارت لاره په ایران او منځنۍ آسیا متمرکزه شوې چې لامل یې د ختیځو او جنوبي لارو ګډوډي ښودل شوې.

د عوایدو برخه کې، د کورنیو سرچینو له راټولولو سره ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی او ۱۵۳.۴ میلیارده افغانیو ته رسېدلی، چې ډېر یې د لوېدیځو او شمالي بندرونو لکه هرات، بلخ او فراه له لارې راغلي. دې زیاتوالي د ختیځو او جنوبي سرحدونو د عوایدو کمښت جبران کړی.

سره له دې، د افغانستان تجارتي کسر په دې موده کې ۶.۵ میلیارده ډالره و، چې د هېواد ۳۰ سلنې ناخالص کورني تولید( GDP) سره برابر دی. دا کسر د وارداتو پر دروند اتکا او کم داخلي تولیدي ظرفیت نښه کوي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د طالبانو اداره تر اوسه د کلنۍ بودجې د عامه خپرېدا لپاره چمتو شوې نه‌ده او د مالي منابعو د لګښت په اړه شفافیت او حساب ورکونه لا هم له غیرې روڼتیا سره مخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button