اقتصادمهم خبرونه

افغانستان بانک د ډيجیټلي تادیاتو پراختیا او د عامه پروژو په لور د تجارتي بانکونو پانګونه غواړي

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د تجارتي بانکونو د اتحادیې او رئیسانو سره په یوه ناسته کې د برېښنايي تادیاتو د سیستم د پراختیا او له نغدو پیسو څخه د ډيجیټلي خدماتو پر لور د تدریجي بدلون اړتیا باندې ټینګار وکړ. په دې ناسته کې د تجارتي بانکونو د ونډې زیاتولو په اړه هم بحث وشو، څو په عامه پروژو کې پانګونه وکړي او د بانکي بهیرونو اسانتیا رامنځته شي. خالد وویل، د بانکونو فعاله ونډه د زیربنایي پروژو په پلي کېدو کې کولی شي د هېواد اقتصادي وضعیت ښه کړي او د کار زمینه‌جوړونې لامل شي. د افغانستان بانک مرستیال له تجارتي بانکونو وغوښتل چې خپله پانګونه د بهرنیو بانکي سکتورونو له برخې کمه کړي او مالي سرچینې د افغانستان د عامه پروژو پر لور واړوي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان بانکي سکټور له پراخو محدودیتونو، د خلکو د باور له کمښت او د مالي خدماتو د لاسرسي له ستونزو سره مخامخ دی؛ هغه ستونزې چې که روڼ اصلاحات او حقوقي ثبات رامنځته نه شي، د ډيجیټلي کېدو او پانګونې د جلب هڅې له جدي ننګونو سره مخ کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button