
د ۲۰۲۵ کال افغانستان لپاره د «لوی بدلون» کال نه و، بلکې د هغه حالت د ټینګښت کال و چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته رامنځته شوی و. د دې کال بدلونونه د ناڅاپي پېښې له امله نه، بلکې د پرېکړو، نړیوالو فشارونو، سیمهییزو بدلونونو او اوږدمهالو کړکېچونو د یوې ټولګې په توګه رامنځته شول؛ بدلونونه چې ځينې یې دننه افغانستان کې او ډېر یې له پولې بهر پېښ شول، خو ټول د هېواد پر برخلیک مستقیم اغېز وکړ.
په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان تر هر وخت مخکې د داسې هېواد بڼه درلوده چې د نړۍ په اجنډا کې هېر شوی وي؛ هېواد چې کړکېچ یې روان و، خو نړیواله پاملرنه ورته کمه شوې وه.
طالبان د څلورم کال په واک کې؛ ټینګښت بې له مشروعیته
په ۲۰۲۵ کال کې، طالبان د خپل واکمنۍ څلورم کال ته داخل شول؛ داسې واکمني چې لا هم یې نړیوال رسمي مشروعیت نه و تر لاسه کړی. سره له دې، طالبانو د ادارې او امنیتي کنټرول د ټینګولو توان وموند او د حکومت د بشپړې فروپاشۍ مخه یې ونیوله.
خو دا ټینګښت دروند قیمت درلود:
– د ښځو له زده کړو، کار او عامه ژوند څخه دوامداره شړل
– د نجونو د متوسطه ښوونځیو او پوهنتونونو تړل پاتې کېدل
– د رسنیو او مدني ټولنې د فعالیتونو لا محدودېدل
– د واک بشپړ تمرکز د طالبانو په تړلي مشرۍ کړۍ کې
په ۲۰۲۵ کال کې روښانه شوه چې طالبان د نړیوال مشروعیت د تر لاسه کولو لپاره له خپل ایډیولوژیک بدلون سره لېوالتیا نه لري او غواړي خپله واکمني د لږ تعامل او اعظمي کنټرول له لارې پر مخ بوزي.
اقتصاد د «بقا» په حالت کې؛ نه سقوط، نه وده
په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان اقتصاد نه نسکور شو او نه احیا، بلکې د «حداقل بقا» په وضعیت کې پاتې شو.
اصلي ځانګړنې یې دا وې:
– پر بشري مرستو خورا تکیه
– د نغدې پیسو کړکېچ او له نړیوال بانکدارۍ سره محدود لاسرسی
– د غیررسمي اقتصاد، قاچاق او سرحدي سوداګرۍ پراختیا
– د صنعتي نشهيي موادو د کر او قاچاق زیاتوالی، سره له دې چې طالبان د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ادعا کوي
سره له دې چې یو شمېر سیمهییز هېوادونه له افغانستان سره محدودې سوداګرۍ ساتي، بندیزونه او بانکي نهوصلتیا یې د اقتصادي ودې هر ډول امکان له منځه وړی دی.
انساني بحران؛ د فاجعې عادي کېدل
په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان لا هم د نړۍ له خورا سترو بشري کړکېچونو یو و، خو هغه څه چې بدل شول، د نړیوالې پاملرنې کچه وه.
– میلیونونه کسان د سختې خوړو ناامنۍ سره مخ پاتې شول
– د ماشومانو سوېتغذیه په ډېرو ولایتونو کې بحراني کچې ته ورسېده
– نړیوالې مرستې راکمې شوې یا له سیاسي محدودیتونو سره مخ شوې
– د مرستندویو سازمانونو کار د طالبانو د زیاتېدونکو فشارونو لاندې راغی
د ۲۰۲۵ انساني بحران نور «بیړنی خبر» نه ګڼل کېده، بلکې یو دوامداره او عادي شوی حالت ته اوښتې وه.
سیمهییز بدلونونه؛ افغانستان د ځواکمنو هېوادونو د لوبې په څنډه کې
پاکستان: فاصله او کړکېچ
د ۲۰۲۵ په کال کې د طالبانو او پاکستان اړیکې لا کړکېچنې شوې. د سرحدي سیمو جګړې، د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) موضوع او د اسلاماباد ناهیلي د نفوذ له لاسه ورکولو له امله، اړیکې سړې او بېباوره شوې.
ایران: احتیاطناک تعامل
ایران له طالبانو سره د کنټرولشوی تعامل سیاست ته دوام ورکړ چې تمرکز یې و:
– د پولو مدیریت
– د افغان کډوالو موضوع
– د هلمند سیند د حقاوبه مسأله
خو دا تعامل هېڅکله د سیاسي شراکت کچې ته ونه رسېد.
چین او روسیه: امنیتي ګټې، نه سیاسي مسؤلیت
چین او روسیې په ۲۰۲۵ کال کې له طالبانو سره محدود امنیتي او اقتصادي تعاملات وساتل، د تمرکز له لاندې موخو سره:
– د افراطګرۍ د خپرېدو مخنیوی
– د پولې نسبي ثبات
– محدود اقتصادي ګټې
باید یادونه وشي، روسیې په تېره میلادي کال کې د نړۍ یوازینی هېواد و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.
نړۍ او افغانستان؛ له لاسه وتلې لومړیتوب
په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ پاملرنه افغانستان ته د نورو نړیوالو کړکېچونو تر سیوري لاندې راغله:
– سترې جګړې او نړیوال کړکېچونه
– د ځواکمنو هېوادونو جیوپولیټیک سیالۍ
– نړیوال اقتصادي بحرانونه
افغانستان نور د نړۍ په سر عنوانونو کې نه و، خو د نهپامۍ اغېزې یې لا هم پر ځای وې.
د افغانستان ټولنه؛ سکوت، مهاجرت او د هیلې زوال
شاید تر ټولو مهم بدلون هغه و چې ډېر ونه لېد شو:
– د زدهکړو او مسلکي کسانو زیات مهاجرت
– د ځوان نسل د هیلې کمزولي
– د مدني اعتراضونو ورو ورو ختمېدل
– د ټولنې جبري عیارېدل له محدودیتونو سره
افغانستان په دې کال کې تر هر څه ډېر په «سکوت» تعریفېده؛ سکوت چې د رضایت نه، بلکې د ستړیا له امله و.
لنډیز: ۲۰۲۵، د بحران د ټینګښت کال
د ۲۰۲۵ کال افغانستان لپاره د بدلون کال نه و؛ د بحران د ټینګښت کال و. نه جګړه بېرته راګرځېدلې وه، نه واقعي سوله ټینګه شوې وه. حکومت نه نسکور شو او نه مشروعیت ترلاسه کړ.
افغانستان د ۲۰۲۵ کال په پای کې لا هم د بقا او بنبست تر منځ ولاړ و؛ هېواد چې راتلونکی یې تر بل هر وخت زیات هغو پرېکړو پورې تړلی چې لا نه دي شوي.
✍🏻 سید مصطفی موسوي




