د افغانی ارزښت د ډالرمقابل کې له یوولسو سلنې ډېر لوړ شوی

د افغانی ملي اسعارو ارزښت د تېرې لسو میاشتو په موده کې د امریکایي ډالر په وړاندې له یوولسو سلنې ډېر لوړ شوی دی. د کابل د سرای شهزاده صرافانو نن (د حوت اوومه) اعلان وکړ چې یو ډالر اوس په ۶۳ اعشاریه ۲۰ افغانیو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې د روان کال د جوزا میاشتې پر مهال دا نرخ ۷۱ اعشاریه ۳۰ افغانیو ته رسېدلی و.
د سرای شهزاده د صرافانو د اتحادیې مرستیال، حمدالله همدرد وایي چې په کورنیو راکړو ورکړو کې د افغانیو د کارونې زیاتوالی د دې بهیر یو اصلي لامل دی. د ده په وینا، د طالبانو د واک له بیا ترلاسه کولو مخکې، په ځینو ولایتونو کې د پاکستاني کلدارو او ایراني تومانونو کارونه هم دود درلود، خو اوس ډېری راکړې ورکړې په افغانی ترسره کېږي.
صرافان باور لري چې په بازار کې د ډالرو د عرضې زیاتوالی هم د ملي اسعارو په پياوړتیا کې مهم رول لوبولی دی. همدرد زیاتوي، د روژې میاشتې د را نږدې کېدو له امله بهر مېشتي افغانان خپلو کورنیو ته پیسې استوي، چې له همدې کبله په بازارونو کې د ډالرو کچه لوړه شوې ده.
اقتصادي کارپوهان تل ټینګار کوي چې د ملي اسعارو دوامداره ثبات د روښانه مالي او بانکي تګلارو، د اسعارو د بازار شفاف مدیریت او د خلکو د اعتماد اړتیا لري؛ هغه موضوعات چې اوس هم په افغانستان کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.




