اقتصادمهم خبرونه
د کابل په بازارونو کې د افغانی ارزښت د ډالر پر وړاندې زیات شوی

د کابل په بازارونو کې د افغانی ارزښت د بهرنیو اسعارو، په ځانګړي ډول د امریکایي ډالر پر وړاندې، د پام وړ زیاتوالی ښيي. د افغانستان بانک د رسمي اسعارو د نرخ له جدول سره سم، نن یو امریکایي ډالر په ۶۳ افغانۍ پیر او پلورل شوی دی.
افغانستان بانک، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، وړاندې اعلان کړی و چې د ځانګړو پولي تګلارو په پلي کولو سره هڅه شوې څو د افغانی نسبي ثبات وساتل شي او د اسعارو په بازار کې له ناڅاپي بدلونونو څخه مخنیوی وشي.
اقتصادي کارپوهان وايي د اسعارو نرخ د هېواد د اقتصادي وضعیت یو مهم شاخص دی او هر بدلون پکې د توکو پر بیو او د خلکو د پېرلو پر ځواک مستقیم اغېز لري. خو دوی زیاتوي چې د دې حالت دوام د هېواد له عمومي اقتصادي شرایطو او د پولي مدیریت له روڼتیا سره تړاو لري.




