د افغانی ارزښت د ډالر پر وړاندې لوړ شوی؛ د بیو د کنټرول غوښتنې زیاتې شوي

د افغانستان بانک ویلي، د افغانی ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکایي ډالر په وړاندې د تېرې اونۍ په پرتله لوړ شوی او اوس نږدې ۶۲ افغانۍ د هر ډالر په مقابل کې تبادله کېږي. دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې تېره اونۍ یو ډالر په کورنیو بازارونو کې نږدې ۶۵ افغانۍ ارزښت درلود.
د بانک د نوو خپرو شوو نرخو له مخې، د یکشنبې په ورځ افغانی په هېواد کې د مالي بازارونو په راکړې ورکړې کې د لوړوالي بهیر تجربه کړی او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې ثبات موندلی. د افغانستان بانک د هېواد د پیسو د سیاستونو د تنظیم او د اسعارو د بازار د څارنې مسوول دی.
په همدې حال کې، یو شمېر هېوادوال د افغانی د ارزښت له پیاوړتیا هرکلی کوي، خو له د طالبانو له ادارې غواړي چې د بازارونو جدي څارنه وکړي، څو د ډالر د نرخ کمښت د اساسي توکو د بیو په راټیټېدو هم اغېز ولري. دوی وایي، په ورته مواردو کې د اسعارو د نرخ کمښت تل د خوراکي او لومړنیو توکو په بیو کې د ښکته راتګ سبب نهدی شوی.
ځینې اقتصادي شنونکي د افغانی د ارزښت د لوړوالي لامل د طالبانو ادارې لهخوا د مالي بازارونو جدي څارنه بولي. خو متخصصین ټینګار کوي چې د دې بهیر دوام د شفافو اقتصادي سیاستونو او دوامداره مدیریت اړتیا لري، څو له ناڅاپي بدلونونو او د خلکو پر ورځني ژوند د منفي اغېزو مخه ونیول شي.




