امنیت او پېښېمهم خبرونه

په نیویارک کې افغان ځوان د پاکستاني ګاونډي د وهلو په تور ونیول شو

د امریکا د نیویارک ایالت د واترفلیت ښار پولیسو ویلي، یو ۱۸ کلن افغان ځوان چې «حسین حیدر» نومېږي، د دې په تور نیول شوی چې پر خپل پاکستاني الاصله ګاونډي یې د کرکې پر بنسټ برید کړی دی. د پولیسو په وینا، پېښه د یکشنبې ماښام رامنځته شوې او ګمان کېږي چې برید ګر د قرباني د پاکستاني تابعیت له امله پرې برید کړی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه ځوان د خپل ګاونډي کور ته ننوتی، هغه یې په زور بهر ایستلی او سخت یې وهلی دی. پولیس زیاتوي، تورن کس د برید پر مهال د پاکستاني وو په اړه سپک او توهین‌آمېز الفاظ کارولي دي. قرباني چې هغه هم ۱۸ کلن دی، په هماغه ځای کې تداوي شوی، خو روغتون ته د انتقال څخه یې ډډه کړې ده.

د پولیسو چارواکي وايي، د دې پېښې یوه ورځ مخکې هم د دغو دوو ځوانانو ترمنځ د افغانستان او پاکستان د روانو ترینګلتیاوو له امله لفظي شخړه شوې وه. د پولیسو په باور، دا پېښه ښايي د دواړو هېوادونو د زیاتېدونکو تنشونو له اغېزې سره تړاو ولري.

د واترفلیت پولیسو دا پېښه «د قومي کرکې پر بنسټ هدفمند برید» بللی، او ویلي یې دی چې په دې ښار کې تر دې مخکې داسې پېښه نه وه شوې چې د یو نړیوال شخړې پر بنسټ د خلکو تر منځ کورنی شخړه رامنځته شي.

د «ډېلي مېل» د راپور له مخې، تورن پر دوه جرمونو تورن شوی دی: د درېیمې درجې د کرکې پر بنسټ برید او د کرکې له امله غیرقانوني ننوتل. محکمې د هغه لپاره لس زره ډالره ضمانت ټاکلی او هغه د آلباني ولسوالۍ زندان ته لېږدول شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button