اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

افغان مېرمنې د محدودیتونو سره سره کوچني کاروبارونه پیلوي

نړیوالې کړکېچ ډلې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو د پراخو محدودیتونو سربېره پر ښځينه حضور په ټولنیزو او کاري برخو، زیات شمېر افغان مېرمنې د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره کوچنيو کاروبارونو ته مخه کړې ده.

دې راپور ته په کتو، دا فعالیتونه زیاتره د خصوصي سکتور تر چتر لاندې او په کورنیو شرایطو کې ترسره کېږي او ډېرې مېرمنې یې د اقتصادي ګډون یوازینۍ لاره بولي. وروسته له هغې چې ښځو ته په غیر دولتي ادارو کې کار کول منع شول او د ښایست سالونونه وتړل شول، ګڼو مېرمنو د کورني لاسي صنایعو، خوراکي موادو د تولید او پروسس برخو ته مخه کړې ده.

د راپور له مخې، انلاین سوداګرۍ د دغو فعالیتونو په دوام کې مهم رول لوبولی او ښځو ته یې دا زمینه برابره کړې ده چې له فزیکي حضور پرته مشتریان پیدا کړي. نړیوالې کړکېچ ډلې ویلي، که څه هم د ښځو لپاره ثبت‌شوي سوداګریز جوازونه زیات شوي، خو لا هم ډېر شمېر مېرمنې اړې دي چې له کوره او بدون له رسمي جوازه کار وکړي.

یادې ادارې دا هم ویلي، چې د سفر او ادارو ته د تګ پر مهال د ‘محرم’ شرط تر ټولو ستر خنډ دی، چې له امله یې ښځینه متشبثینې نشي کولی له دولتي ادارو سره په اسانۍ تعامل وکړي، یا خپل سوداګریز کارونه پرمخ یوسي. سره له دې چې راپور یادونه کوي چې طالبان تر اوسه په ښکاره ډول د ښځینه کاروبارونو پر وړاندې مستقیم بندیز نه دی لګولی او آن د دوی ګډون په ځینو سوداګریزو نندارتونونو کې منلی، خو ادارې خنډونه او د تګ راتګ محدودیتونه عملاً د ښځینه فعالیتونو لمن تنګه کړې ده.

نړیوالې کړکېچ ډلې حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دې د ښځینه تګ راتګ شرایط او له ادارو سره د اړیکو نیولو لاره اسانه کړي. دې ډلې نړۍ والې ټولنې ته هم غږ کړی، چې د مالي مرسته، مسلکي زده کړو او انلاین پلور له لارې د ښځو د کاروبارونو ملاتړ وکړي.

د راپور په باور، د ښځو پر متشبثینو هدفمنده پانګونه د هغو محدودو انتخابونو له ډلې ګڼل کېږي، چې هم به افغان مېرمنو ته د هیله یوه کړکۍ پرانیزي او هم به د هېواد زیانمن اقتصاد ته یو څه ژوند بېرته ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button