د عامې روغتيا وزارت: يو شمېر افغان سوداګرو له بنګله دېش شرکتونو د ټيټې کيفيت درملو غوښتنه کړې

حمدالله زاهد، د عامې روغتيا وزارت د درملو او خوړو معين، ويلي چې د بنګله دېش يو شمېر درمل جوړونکي شرکتونه ادعا کوي چې ځينو افغان سوداګرو له دوی څخه د ټيټې کيفيت درملو د توليد غوښتنه کړې ده. نوموړي زياته کړه چې دا موضوع په يو رسمي پروګرام کې مطرح شوې او د روغتيايي چارواکو سخت غبرګون يې راوپاروه.
زاهد د دغو شرکتونو د استازو له خولې وويل: «هغه سوداګر چې ځانونه مسلمانان بولي، له موږ غواړي چې د ټيټې کيفيت درمل ورته توليد کړو.» نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو اداره د درملو د کيفيت او معيار په اړه هېڅ ډول سازش نه مني او هېڅ فرد يا اداره بايد د نرمښت تمه ونه لري.
د درملو او خوړو معين زياته کړه چې د روغتيا معيارونو په مراعتولو کې هر ډول سستي کول به د هېواد د روغتيايي نظام پر اعتباره دروند اغېز ولري. هغه څرګنده کړه که د سوداګرو سره د درملو د معيار په برخه کې حتا لږ تعامل وشي، دا به د افغانستان د نړيوال اعتبار پر زيان تمام شي.
دا څرګندونې پداسې حال کې کېږي چې د درملو کيفيت او د وارداتو او وېش څارنه تل د هېواد د وګړو جدي اندېښنه پاتې شوې ده. د شفاف او ځواب ويونکي نظارتي نظام د نشتوالي له امله، ډېر اوسېدونکي تمه لري چې د طالبانو اداره د ټيټې کيفيت درملو د مخنيوي او د دغو ادعاوو د څېړلو په اړه نور جزئيات وړاندې کړي.




