بېشتره له ۹۰۰ زياتې کورنۍ له سرحدي لارو افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو اداره وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۱۳ کورنۍ، چې شمېر يې ۴۹۹۱ کسانو ته رسېږي، له بېلابېلو سرحدي لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. دا شمېرې د طالبانو د ادارې د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له خوا د يکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۲۳مه خپرې شوي دي.
د راپور له مخې، تر ټولو ډېرې دغه کورنۍ له طورخم پوله افغانستان ته داخلې شوي؛ چېرته چې د طالبانو په وینا، ۵۳۳ کورنۍ راستانه شوې دي. له دغو کورنیو څخه، ۳۹۴ یې وروسته له داخلېدو د ننګرهار، کنر، لغمان او کابل ولایتونو ته انتقال شوې دي.
همداراز، راپور کې ویل شوي چې ۲۵۶ کورنۍ د کندهار له سپینبولدک، ۷۱ کورنۍ د هلمند له پوله، او ۱۹ نورې کورنۍ د اسلامقلعه له لوري هېواد ته داخل شوي دي.
خو طالبان د دغو راستنېدونکو کورنیو د اقتصادي وضعیت، لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي، او يا د دوى لپاره د دوامداره استوګنې ځانګړو پروګرامونو په اړه څه نهدي ويلي؛ هغه مسئله چې د بشري حقونو بنسټونه او ټولنيز فعالان يې د افغان مهاجرينو د جبري يا پراخ راستنیدو په بهير کې يوه جدي اندېښنه ګڼي.




