د ایران او پاکستان له لارې راستنېدونکو افغانانو تر منځ د ژوند د وضعيت څرګند توپير

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل تازه ارزونې راپور کې ويلي چې له ايران او پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ترمنځ د ژوند د شرايطو څرګند توپير شته. د راپور له مخې، له ايران څخه راستنېدونکي افغانان په منځني ډول د زدهکړو، خوړو امنيت او مناسب سرپناه ته ښه لاسرسی لري، خو ډېری راستنېدونکي له پاکستانه له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په راپور کې ويل شوي چې له پاکستانه راستنېدونکي ډېری وخت پر ورځني مزدوري تکيه لري او د درنو پورونو د بار لاندې ژوند کوي. دغه کورنۍ، په ځانګړي ډول نوي راستنېدونکي، زياتره په کرايي کورونو کې اوسيږي او د کرايې په ورکړه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. مقابل کې، يو شمېر د پام وړ راستنېدونکي له ايران يا د خپلو کورونو مالک دي او يا د ميراث له لارې د هستوګنې ځای لري.
UNHCR زياتوي چې د ايران له لوري راستنېدونکو کې د پور کچه ټيټه ده او د ښځينه او نارينه سرپرستو کورنيو ترمنځ د دې په برخه کې څرګند توپير نه ليدل کېږي. دغه اداره خبرداری ورکړی چې له پاکستانه راستنېدونکي د پاکو څښاک اوبو او صحي خدماتو ته کم لاسرسی لري، کوم چې د افغانستان دننه اړوندو ادارو د فوري پاملرنې غوښتنه کوي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، يوازې په يوه ورځ کې ۲۸۲۷ افغان کډوال له ايران او پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي. UNHCR يادونه کړې چې ايران په تېرو څلورو لسيزو کې، سره له ډېرو ننګونو، د نړۍ له هغو هېوادونو څخه يو و چې ډېر کډوال يې منلي، او د دغې سترې کډوالۍ لويه برخه افغانان جوړوي چې د جګړې، ناامنۍ او فقر له امله خپل هېواد پرې ايښی دی.
دغه اداره زياتوي چې ايران اوس مهال د “آمايش” کارت د سلګونه زره لرونکو او د ميليونونو نورو کډوالو کوربه دی، چې د بېلابېلو اقامتي حالتونو لاندې ژوند کوي، او له پراخو اقتصادي فشارونو سره هم مخ دی. UNHCR خبرداری ورکړی چې د نړيوالې بوديجې د کمښت له امله د کډوالو بشري اړتياوو ته رسېدنه او د راستنېدونکو ملاتړ له ستونزو سره مخ ده.
په داسې حال کې چې د راستنېدو بهير دوام لري، د موثرې پلان جوړونې، بنسټيزو خدماتو او کاري فرصتونو نشتوالي له امله د طالبانو پر اداره د انتقادونو څپه زياته شوې، او د فقر او ټولنيزې بېثباتۍ د پراخېدو اندېښنې يې زياتې کړې دي.




