اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د اوبو او انرژی وزارت پلاوي د ايران د برېښنا نندارتون ته سفر کړی

د طالبانو د اوبو او انرژی وزارت يو پلاوي تازه د ايران په پلازمېنه تهران کې د نړيوال “برېښنا صنعت” نندارتون کې ګډون کړی دی. دغه پلاوي د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لېدنه کړې او د برېښنا د توليد او وېش نويو وسايلو په اړه معلومات راټول کړي دي.

د پلاوي غړو همداراز له هغو ایراني چارواکو سره هم کتلي چې د نندارتون د ترسره کولو مسووليت یې درلود. د دغو ليدنو هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا په برخه کې د امکان وړ همکاریو په اړه نظریات تبادله کول ښودل شوي دي. دغه پلاوي همدارنګه د ایران د انرژی وزارت له استازي سره جلا لیدنه کړې او د دواړو خواوو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړي دي.

په دغه پلاوي کې مولوي عبدالرحمن رحماني، د دوامداره انرژی عمومی رئیس؛ انجينر محمد اسماعيل عمار مموزی، د انرژی د انجينري مشورتي خدماتو رئيس؛ او مولوي بسم‌الله حيدري، د انرژی معينيت د دفتر آمر شامل وو.

په داسې حال کې چې د افغانستان د برېښنا او انرژی سکتور له جدي ننګونو سره مخ دی او ميلیونونه اوسېدونکي دايمي برېښنا ته لاسرسی نه لري، د طالبانو د ادارې ګډون په دې ډول نندارتونونو کې کېږي. په دغه وضعيت کې، د يوې قانونی، مسلکي او ځواب ویونکې ادارې نشتوالی د برېښنا په برخه کې د زيربناوو پراختيا له خنډ سره مخ کړې او د انرژی بحران یې لا سخت کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button