په یوه ورځ کې سلګونه افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې پرون (۱۵ د لیندۍ) شاوخوا ۵۸۱ افغان کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستنې شوي دي. نوموړې زیاته کړې چې دغه کورنۍ د کندهار له سپینبولدک، تورخم، د هرات له اسلامقلعه او د نیمروز له ابریشم لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
ښاغلي فطرت د یکشنبې په ورځ (۱۶ لیندۍ) په یوه خبرپاڼه کې وویل، یوازې د سپینبولدک له پولې ۳۹۱ کورنۍ چې دوه زره او ۱۸۳ کسان کېږي، افغانستان ته ستانه شوي دي. هغه زیاته کړې چې له دغه شمېر څخه یو شمېر کورنۍ کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ولایتونو ته انتقال شوي دي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ۹۹ کورنۍ د تورخم، ۱۴ کورنۍ د اسلامقلعه او ۵۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د ابریشم لارې له لارې هېواد ته ستنې شوي دي. دا پراخه بېرته ستنېدنه داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان لا هم له اقتصادي کړکېچ، د سرچینو محدودیت او د بنسټیزو خدمتونو نشتون سره لاس او ګرېوان دی، او د طالبانو اداره دې کډوالو ته د استوګنې برابرولو او د اړینو مرستو د رسولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ ده.




