په يوه ورځ کې له څلور زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د عالي کمېسیون د دارالانشاء اعلام کړي چې يوازې د تیرې جمعې په ورځ، ۸۳۰ افغانې کورنۍ چې ۴۳۰۱ کسان يې جوړوي، د هېواد دننه د نومليکنې پر مرکزونو کې ثبت شوي دي. د دې ادارې په وینا، همدغه ورځ ۹۷۹ نورې کورنۍ، چې شمېر یې ۵۲۹۸ تنو ته رسېږي، خپلو اصلي مېنو ته انتقال شوې دي.
دغه کمېسیون زياتوي چې د بېرته ستنېدو د پروسې په ترڅ کې له ۶۳۶ کورنيو سره نغدي او لوژستیکي مرسته شوې او ورته د اړیکو د اسانتیا لپاره سيمکارتونه هم وېشل شوي دي.
په اعلاميه کې راغلي چې د مهاجرينو د بېرته ادغام او استوګنې د اسانتیا لپاره هڅې روانې دي. خو د کډوالۍ چارو څارونکي اندېښنه لري چې د اقتصادي سختيو او د لازم زيربناوو د نشتوالي له امله، د کډوالو ډلهييز بېرته راتګ له نويو ستونزو سره مخامخ دی.
کارپوهان ټينګار کوي چې د طالبانو اداره بايد يوازې د شمېرې له ورکولو سره بسنه ونهکړي، بلکې دې مهاجرينو ته د کار، سرپناه او زدهکړو د اسانتیا لپاره عملي او اوږدمهاله تدابير ونيسي، تر څو د بېرته ستنېدو په سيمو کې ټولنيزې ستونزې زیاتې نه شي.




