په تېرو ۱۸ ورځو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه له ۱۴۶ زرو زیات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د مهاجرت او راستنېدنې چارو وزارت وايي، د روان کال د قوس میاشتې په لومړیو اتلسو ورځو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه له ۱۴۶ زره او ۵۰۰ زیات افغان مهاجر بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دې شمېرې څخه ۸۳۴ تنه له ترکېې، شاوخوا ۶۸ زره تنه له ایران او تر ۷۷ زرو ډېر کسان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د افغان مهاجرینو پراخ راستنیدل داسې مهال ترسره کېږي چې د دوی لپاره د ژوند شرایط او کاري فرصتونه په مېزبان هېوادونو کې سخت شوي دي. په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرینو جبري بېرته ستنول ډېر شوي، چې له امله یې د هغوي د راتلونکي او بېرته ادغام په اړه پراخې اندېښنې راپورته شوې دي.
کارپوهان وایي، طالبانو تر دې دمه د راستنېدونکو مهاجرینو د وضعیت د سمون لپاره کوم روڼ او واضح پلان نه دی وړاندې کړی، او ډېری افغان کورنۍ له راستنېدو وروسته له سرپناه، کاري فرصتونو او ابتدایي خدماتو سره د کمښت او ستونزو سره مخ دي. څارونکي ټینګار کوي چې که د بېرته راستنوونکو مهاجرینو د ملاتړ لپاره منظم سیاستونه رامنځته نه شي، نو په ځينو ولایتونو کې تازه بشري ناورین رامنځته کېدونکی دی.




