د کډوالو د راستنېدو چټکتیا؛ له پاکستان او ايران څخه تر زر زياتې کورنۍ يوې ورځې کې افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو اداره وايي چې په وروستيو ورځو کې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهير له پاکستان او ايران څخه زيات شوی دی او يوازې د جمعې په ورځ (د حوت لومړۍ نېټه) يو زرو او ۱۰۳ کورنۍ د پولو له لارې هېواد ته داخلې شوې دي. دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې په تېرو مياشتو کې د کډوالو د جبري اخراج او ستنېدو لړۍ هم روانه وه.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، ۸۵۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۳۴ کورنۍ د سپين بولدک له لارې له پاکستانه افغانستان ته راغلي دي. همدارنګه ۱۰۹ کورنۍ د پل ابريشم له لارې او ۱۷ نورې کورنۍ د اسلامقلعه له لارې له ايران څخه هېواد ته ستنې شوې دي.
د طالبانو د ادارې د شمېرو له مخې، د پنجشنبې په ورځ هم ۹۰۶ کورنۍ او د چهارشنبې په ورځ ۸۴۱ کورنۍ له پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راستانې شوې وې، چې دا د وروستيو ورځو د بېرته راستنېدونکو د شمېر د پرلهپسې زياتوالي نښه ده.
له دې وړاندې هم راپورونه ورکړل شوي وو چې تېر ميلادي کال کې له ايران او پاکستان څخه له ۲.۹ ميليونو زيات افغان کډوال شړل شوي دي. همدارنګه ويل کېږي چې له اکتوبر ۲۰۲۳ څخه تر اوسه شاوخوا ۵.۴ ميليونه کډوال له دغو دواړو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.
که څه هم د طالبانو اداره دا بهير د «راستنېدو» په توګه يادوي، خو ډېری ناظر بنسټونه ټينګار کوي چې د دغو کسانو يو لوی شمېر د فشارونو او جبري اخراج له امله بېرته راګرځېدلی دی. له دې سره سره، د بېرته راستنېدونکو د شمېر د زياتېدو ترڅنګ لا هم اندېښنې شته چې د تازهراستنېدونکو لپاره د کار، اساسي خدمتونو او سرپناه امکانات محدود دي، او د طالبانو اداره تر اوسه د دې ستونزو د هوارولو لپاره يو روښانه او عملي پلان نه دی وړاندې کړی.




