د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

زرګونه افغان کډوال د ایران له خاورې افغانستان ته ستنېږي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېسار (UNHCR) اعلان کړی چې د ایران په ځینو سیمو کې د نښتو د زیاتېدو له امله زرګونه افغان کډوال اړ شوي دي چې بېرته خپل هېواد افغانستان ته ستانه شي. دا اداره د شنبې په ورځ د وري په لومړۍ نېټه په یوه راپور کې ویلي چې د بېرته ستنېدو لړۍ داسې مهال روانه ده چې ډېری له دې کورنیو مخکې هم د بې‌ځایه‌توب تجربه لرلې ده.

د دې سازمان په وینا، د ګڼو کورنیو لپاره دا ستنېدل په حقیقت کې د بې‌ځایه‌توب او بې‌ثباتۍ د یوه تکراري پړاو تسلسل دی. هغوی چې له کلونو راهیسې په مهاجرت کې ژوند کړی، اوس یو ځل بیا د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان دا مهال له څو هم‌مهالو کړکېچونو سره مخ دی، چې پکې اقتصادي ستونزې او د بنسټیزو خدماتو کموالی هم شامل دي، او د بېرته‌ستنوونکو د منلو او ملاتړ امکانات محدود دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره تر اوسه د ستنېدونکو د دوامدار ادغام لپاره روښانه او هر اړخیزه تګلاره نه ده وړاندې کړې.

کمیساریا ټینګار کړی چې بېرته‌ستنېدونکي کډوال د عاجلې بشري مرستې، سرپناه، روغتیایي خدمتونو او زده‌کړو ته لاسرسي ته اړتیا لري تر څو وکولای شي خپل ژوند له سره جوړ کړي. دغه اداره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې کورنیو د وضعیت د حل لپاره خپله پاملرنه او مرستې زیاتې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button