په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۹ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې د دې ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ لمریز کال کې ټولټال ۲.۹ میلیونه د افغانستان وګړي له ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي چې له دې شمېر څخه ۱.۹ میلیونه کسان له ایران او یو میلیون نور له پاکستان نه افغانستان ته راګرځېدلي دي. دا شمېرې د وروستیو کلونو له سترو بېرتهستنېدنو څخه یوه ګڼل شوې ده.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د بېرتهستنېدونکو ډېری پېښې د هرات ولایت د اسلامقلعه او د ننګرهار ولایت د تورخم له پولو له لارې ثبت شوې دي؛ دا دوه لارې تل د افغان کډوالو د تګ راتګ له مهمو لارو شمېرل کېږي.
د کډوالو پراخ بېرتهستنېدل په داسې حال کې ترسره کېږي چې ډېری ستنېدونکي له اقتصادي ستونزو، د کار د موقعو له کموالي او د بنسټیزو خدمتونو له محدود لاسرسي سره مخ دي. د مرستندویو بنسټونو له لوري څو ځله ټینګار شوی چې د ستنېدونکو د دوامدار ادغام لپاره د طالبانو له ادارې او د نړیوالې ټولنې له خوا د کار، استوګنځای، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو برابرول یو بېړنی ضرورت بلل کېږي.




