افغان پناه غوښتونکي د جرمني مالي وړاندیز رد کړی

یو شمېر افغان پناه غوښتونکو چې د جرمني له فدرالي ادارې څخه یې د منلو سند ترلاسه کړی، د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس او د دې هېواد یو شمېر دولتي ادارو ته په یوه پرانیستې لیک کې د دغه هېواد له لوري ورکړل شوی مالي وړاندیز په کلکه رد کړی دی. دوی دا وړاندیز «غیراخلاقي او سپکوونکی» بللی او ویلي یې دي چې دا د برلین له لومړنیو ژمنو سره خلاف دی.
دغه وړاندیز چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت لهخوا شوی، له مخې یې هغه پناه غوښتونکي چې رسمي اسناد لري، کولای شي د یوه مالي مبلغ په بدل کې له سفر او استوګنې څخه په جرمني کې تېر شي. خو د دې لیک لاسلیک کوونکي وايي، دا نه یواځې ښکاره بېعدالتي ده، بلکې هغه ژوندي ګواښونه هم له پامه غورځوي چې دوی ورسره مخ دي.
په لیک کې لیکل شوي: «موږ له فقر نه، بلکې له تاوتریخوالي، وېرې او مرګ څخه تښتېدلي یو.» د لیک لیکوالان وايي چې افغانستان ته ستنېدل — هغه هېواد چې اوس د طالبانو تر واک لاندې دی — عملآ د مرګ معنا لري، او دا ډول وړاندیزونه د هغه هېواد له خوا چې د بشر حقونو ملاتړ ادعا کوي، هم ناهیلي کوونکي او هم اندېښمنوونکي دي.
پناه غوښتونکو خبرداری ورکړی چې دا پرېکړه کولای شي د جرمني اخلاقي او حقوقي ژمنې تر پوښتنې لاندې راولي. هغوی غوښتنه کړې چې د انسانانو د امنیت پر سر د معاملې پر ځای، د دوی د انتقال او ځای پر ځای کولو بهیر چټک شي، او جرمني باید خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

