په پاکستان او ایران کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي

پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ضد کمپاین پیل شوی او له هغوی غوښتنه کېږي چې پاکستان پرېږدي؛ دا کار وروسته له هغه زور اخیستی چې پولیسو لسګونه بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، د دوشنبې د ورځې عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۳۰ افغان کډوال نیول شوي چې له هغه وروسته د سې شنبې په ورځ د خیبر ضلعې معاون کمیشنر شاه عبدالدین د لندیکوتل بېلابېل سیمې وکتلې او هلته له یو شمېر افغان کورنیو سره په کتنه کې هغوی ته په نرمه ژبه خبرداری ورکړ چې د نورو عملیاتو تر پیل مخکې دې خپلې کورنۍ سیمې پرېږدي.
په ورته وخت کې د کډوالو د حقونو فعال محمد جمال مسلم ویلي چې په دې ورځو کې د هغو ادارو غږ چې د کډوالو د حقونو لپاره کار کوي، ډېر کم اورېدل کېږي؛ دا موضوع د کډوالو د قانوني او بشري وضعیت په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.
له بلې خوا ایران د روان هجري لمریز کال د حمل له ۲۱مې نېټې راهیسې د “غیرقانوني کسانو د ستنولو” طرحه عملي کړې ده. د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو رییس نادریار احمدي ویلي چې د دې طرحې له پیلېدو راهیسې تر اوسه یو میلیون او ۶۰۰ زره بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.
نادریار احمدي دا هم ویلي چې که څه هم اوس هم میلیونونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي، خو د غیرقانوني تګ راتګ له امله سلګونه زره کسان له بېثبات وضعیت سره مخامخ دي.
له دې سره سم، د بخښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو په استناد راپور ورکړی چې سږ کال تر دې دمه له ایران او پاکستانه له دوه میلیون او ۶۰۰ زرو زیات افغان کډوال ایستل شوي چې نږدې ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
یاد سازمان له اجباري ایستنو د سمدستي درېدو غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې دا شړنې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له جدي بشري او طبیعي بحرانونو سره مخامخ دی. د بخښنې نړیوال سازمان د آسیا لپاره څېړونکې زمان سلطاني خبرداری ورکړی چې د کډوالو د اجباري ایستنو دوام د افغانستان بشري وضعیت نور هم کړکیچن کړی دی.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت که څه هم د بېرته راستنېدونکو لپاره د آسانتیاوو برابرولو ژمنې کړي، له کوربه هېوادونو یې بیا بیا غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي؛ خو د بشري حقونو ادارې وایي، په افغانستان کې د روښانه پروګرام او کافي ظرفیت نشتون د بېرته راستنېدونکو ستونزې لا پسې زیاتې کړي دي.




