د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

افغان پناه‌ غوښتونکي د اسلام‌ آباد پولیسو د نیونو او پیسو اخیستو له کړنو شکایت کوي

یو شمېر افغان پناه‌ غوښتونکي په پاکستان کې وايي چې د اسلام‌ آباد په ښار او شاوخوا سیمو کې د پولیسو د نیونو او پیسو اخیستو پېښې زیاتې شوې دي او اوس د دوی د ژوند شرایط ډېر سخت شوي دي.

د دغو پناه‌ غوښتونکو په وینا، د جمعې په ورځ د دلو ۱۷مه، د پاکستان پولیسو د یوه اونۍ په موده کې دویم ځل د اسلام‌ آباد د E11 په سیمه کې له کوره تر کوره عملیات کړي او یو شمېر اوسېدونکي یې نیولي دي. دوی زیاتوي چې د تلاشیو پر مهال پولیسو د کورونو دروازې ماتي کړي او شخصي وسایل یې، په ګډون د الماریو، پلټلي دي.

ځینې پناه‌ غوښتونکي وایي، دوی د نیونې، انتقام اخیستو او د طالبانو د فشار له وېرې افغانستان پرېښی او پاکستان ته راغلي، خو اوس احساس کوي چې بېرته د هماغه جوړښت تر سیوري او فشار لاندې راغلي دي.

د پناه‌ غوښتونکو په خبره، دغه چلند یوازې د E11 سیمې پورې محدود نه دی، بلکې د فیصل ټاون او د اسلام‌ آباد په څو نورو سیمو کې هم ورته د پولیسو لخوا د نیونو او د پیسو د غوښتنې پېښې ثبت شوې دي.

دا وضعیت په داسې حال کې سخت شوی چې پاکستان د طالبانو له واکمنې ادارې سره د اړیکو تر خرابېدو وروسته، د افغان پناه‌ غوښتونکو د نیولو او جبري شړلو لړۍ پراخه کړې ده؛ هغه کړنه چې د بشري حقونو بنسټونو ژورې اندېښنې را پارولي دي.

پناه‌ غوښتونکي له لوېدیځو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي، څو هغه کسان بېرته افغانستان ته نه ستانه کوي چې له خطر سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې هغه کسان چې افغانستان ته شړل کېږي، په ځانګړي ډول ښځې، پخواني نظامیان، د پخوانۍ ادارې کار کوونکي او خبریالان د طالبانو له لوري د خپل‌سری نیونې، شکنجې او د بشري حقونو د نورو سرغړونو له جدي ګواښ سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button