د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د پاکستان پوليس له خوا د افغان کډوالو د نيولو او بډو اخيستو شکايتونه

يو شمېر افغان کډوال په پاکستان کې وايي چې د اسلام‌اباد او شاوخوا ښارګوټو په سيمو کې د پوليسو له خوا د نيولو او بډو اخيستو پېښې ډېرې شوې دي، او د دوی ژوند ډېر سخت شوی دی.

د دغو کډوالو په وينا، د جمعې په ورځ (د دلو ۱۷مه) د اسلام‌اباد په E11 سيمه کې پوليسو د يوې اونۍ په موده کې دوهم ځل د کورونو پلټنې کړې او يو شمېر اوسېدونکي يې نيولي دي. دوی زياتوي چې د پلټنو پر مهال پوليسو د کورونو دروازې ماتې کړې او شخصي توکي، په شمول د الماريو، تلاشي کړي دي.

ځينې کډوال وايي چې د نيول کېدو، بدل اخيستو او د طالبانو د ادارې د فشار له وېري له افغانستانه تښتېدلي او پاکستان ته راغلي، خو اوس ځانونه بيا د هماغه ډول ګواښ تر سيورې لاندې احساسوي.

د کډوالو په وينا، دا عمل يوازې د E11 سيمې پورې محدود نه‌دی، بلکې د فیصل ټاون ښارګوټي او د اسلام‌اباد نورو برخو کې هم ورته پېښې راپور شوي چې پوليسو د خلکو له نيولو وروسته د پيسو غوښتنه کړې ده.

دا وضعيت پر داسې مهال سخت شوی چې پاکستان د طالبانو له ادارې سره د شخړو له زياتېدو وروسته د افغان کډوالو د نيولو او جبري ايستلو لړۍ پراخه کړې ده؛ يو اقدام چې د بشري حقونو د بنسټونو جدي اندېښنې يې راپارولې دي.

کډوالو له لوېديځو هېوادونو او نړېوالو بنسټونو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي څو د هغو کسانو د بېرته ستنولو مخه ونيسي چې له خطر سره مخ دي.

ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې هغه کسان چې افغانستان ته ستنېږي، په ځانګړي ډول ښځې، پوځيان، د پخوانۍ حکومت کارکوونکي او خبريالان، د طالبانو د ادارې له خوا د خپل‌سري نيونې، شکنجې او د بشري حقونو د نورو سرغړونو له جدي ګواښ سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button