افغان پناهجوګان په کاکوما کې: نه کافي امنیت شته او نه بشري مرستې

یو شمېر افغان پناهجوګان چې د کینیا د ترکانا ولایت په کاکوما کمپ کې اوسېږي، وايي د دوی د ژوند شرایط په اندېښمنه توګه ورځ تر بلې خرابېږي. دوی د خوړو، پاکو اوبو، روغتیایي خدمتونو او امنیت له کمښت سره مخ دي. پناهجوګان خبرداری ورکوي چې بشري مرستې کافي نه دي او د بیا میشتېدو بهیر هم له اوږدو ځنډونو سره مخامخ دی.
د دغو پناهجوګانو په وینا، دوی وروسته له هغه چې د طالبانو اداره په اسد ۱۴۰۰ کې پر افغانستان واکمنه شوه او د امنیتي اندېښنو او د بشري حقونو د نقض له امله هېواد پرېښود، اوس د ختیځې افریقا په یوه له تر ټولو لیرې سیمو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. کورنۍ وایي چې د کار فرصتونه نږدې له منځه تللي او د محدودو مرستو پر بشپړ تکیه یې ژوند نازک کړی دی.
یو پناهجو د سهشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې نا معلوم کسان د کمپ دننه او شاوخوا افغان پناهجوګان وهي او د هغوی موبایل تلیفونونه غلا کوي. د یوه پخواني افغان امنیتي ځواکمن په وینا، چې په همدې کمپ کې اوسېږي، جرمې ډلې د شپې خیمو ته ورنژدې کېږي او یا د ورځې د پناهجوګانو مخه نیسي او شتمنۍ یې اخلي. نوموړی ادعا کوي چې د امنیت د ټینګښت او د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي پام نه کېږي.
ویډیوګانې چې د کمپ له دننه خپرې شوې، د خیمو او بنسټیزو امکاناتو خراب وضعیت ښيي. کورنۍ وایي چې ډېری ماشومان له منظم تعلیم بې برخې دي او ځوانان د خپلې راتلونکې لپاره روښانه راتلونکې نه ویني.
کاکوما کمپ چې د کینیا په شمال لوېدیځ کې موقعیت لري، له ۱۹۹۲ کال راهیسې د بېلابېلو هېوادونو پناهجوګان استوونکي دي. سره له دې، افغان پناهجوګان وايي، له دې وروسته چې د طالبانو تر واک لاندې له تاوتریخوالي او پراخو محدودیتونو څخه وتښتېدل، اوس له سختو رواني فشارونو، بېسرنوشتۍ او د دریمو هېوادونو ته د انتقال د اوږده انتظار سره مخ دي.
دوی له ملګرو ملتونو، مرستهکوونکو بنسټونو او هېوادونو غواړي، د افریقا په کمپونو کې د افغان پناهجوګانو وضعیت بېړنۍ وڅېړي، بشري مرستې ډېرې کړي او د عادلانه او چټک بیا میشتېدو بهیر، تعلیم ته د لاسرسي او د معیشتي پروګرامونو ملاتړ پیاوړی کړي. د دغو کورنیو په باور، د نړیوالې ټولنې بېپامي کولی شي د دوی بشري کړکېچ لا پسې ژور کړي.




