د افغان کډوالو له لسو سلنه کم شمېر د آلمان له مالي وړاندیز سره موافق شوي

د آلمان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له پاکستان څخه د انتقالېدو لپاره نوم ثبت کړي ۶۵۰ افغان کډوالو څخه یوازې ۶۲ کسانو د آلمان حکومت له اقتصادي وړاندیز سره موافقه کړې ده. دا شمېرې ښيي چې د آلمان د مالي تشویق سیاست خاص بریالی نه دی پاتې شوی.
یاد وزارت ټینګار کړی چې هڅې به دوام پیدا کړي څو پاتې کډوال د موافقې لپاره راضي کړل شي، خو وايي چې د ډېرو دغو کسانو وضعیت اوس هم ناپېژندل شوی پاتې دی. د رسمي معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان چې مخکې یې د آلمان د تللو منظوري تر لاسه کړې، لا هم په پاکستان کې پاتې دي.
زیاتره دغو کسانو پخوا د آلماني ځواکونو، نړیوالو موسسو یا د بشري حقونو او مدني ټولنو سره کار کړی او د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته له جدي خطرونو سره مخ دي؛ چې پکې نیونه او ځورونه شامل دي. سره له دې چې د آلمان له خوا پرې فشارونه او مالي وړاندیزونه شوي، لا هم ډېری یې غواړي چې دوی ته د وعدې له مخې انتقال ورکړل شي.
دغه افغان کډوال، چې ځینو یې له دوو کالو زیات وخت د پاکستان په انتظار کې تېر کړی، د لړم پر ۱۸مه فریدریش مرتس، د آلمان صدراعظم، ته په یوه لیک کې د حکومت مالي وړاندیز «غیراخلاقي» او «سپکاوی کوونکی» بللی او پر خپلو قانوني حقونو — د ویزې او پناه غوښتنې — باندې یې ټینګار کړی.
دا کسان مخکې د آلمان له خوا د څلورو بېلابېلو پذیرش پروګرامونو له لارې د ویزې ژمنه ترلاسه کړې وه. په وروستیو ورځو کې هم یو شمېر کډوال د اداري محاکمو له لارې توانیدلي چې د آلمان د حکومت ځینې پرېکړې چې ویزې نه ورکوي، وځنډوي. د حکومت له خوا د ژمنو نه پوره کولو موضوع د بشري حقونو اندېښنې راولاړې کړي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې وضعه بېثباته ده، هره ورځ ځنډ مرګوني او نه جبیره کېدونکي پایلې لرلای شي.




