
سره له دې چې طالبانو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو په تهران کې د جوړ شوي کنفرانس له ګډون څخه ډډه کړې، خو د سیمې د ټولو هېوادونو د ځانګړو استازو شتون د دې ښکارندویي کوي چې سیمه ییز هېوادونه غواړي له یوه نوي بحران مخنیوی وکړي.
ایران په تېرو دوو اونیو کې هڅه کړې چې د یوې مهمې سیمه ییزې ابتکار مشري وکړي.
د “همصدایي ملي” تر نامه لاندې هغه کنفرانس چې د طالبانو د ډېریو مخالفو رهبرانو ګډون پکې و، د ایران په ملاتړ جوړ شو او تر اوسه بریالی بلل کېږي.
که څه هم د جمهوري دورې سیاسي مشران یو لړ جدي تېروتنې لري، خو د افغانستان د نوې سیاسي رهبرۍ له خوا د پیاوړې اغېزې نه ښودلو له امله، په دغه غونډه کې حاضر پخواني مشران، یوازې هغه بدیل دي چې طالبان ورسره مخ دي. دا کسان له یوې خوا د کور دننه د خلکو د بسیج یوه اندازه وړتیا لري، او له بلې خوا نړیواله ټولنه هم ورسره اشنا ده.
ایران هڅه کوي چې د طالبانو د مخالفو مشرانو ترمنځ یوه اجماع رامنځته کړي، چې دا کار نه یواځې مثبت، بلکې ضروري هم ګڼل کېږي. البته، دا ډول غونډو ته د افغانستان د اصلي خلکو د استازو ګډون کیدای شي دغه پروسه لا بشپړه کړي.
د افغانستان له روان بحران څخه وتل، ګرده یوه سرتاسري اجماع ته اړتیا لري، تر څو د طالبانو پر وړاندې یو متوازن وضعیت رامنځته کړي. تر ټولو مهمه دا ده چې طالبانو تل دا پلمه کړې چې د مخالف لوري مشخص ادرس نه لري، خو دغه اجماع کولای شي له طالبانو دا بهانه واخلي.
په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته هم د ایران بله ابتکار وه. له یوې خوا دا هڅه کوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ستونزې حل کړي، او له بلې خوا د هغو سیاسي مشرانو او طالبانو ترمنځ د احتمالي خبرو زمینې رامنځته کولو هڅه ده چې د “همصدایي ملي” ناسته کې ګډون کړي و.
خو دا چې طالبانو له دې دواړو ابتکارونو څخه هرکلی ونه کړ، دا ډله د سیمې ټولو هېوادونو پر وړاندې په انزوا کې دروي. دا هغه هېوادونه دي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې هڅه کړې طالبانو ته د باور جوړونې چانس ورکړي.
سیمه ییز هېوادونه سره له دې چې طالبانو ته یې دروازه خلاصه کړې وه او ګڼ امتیازات یې ورکړي دي، بیا هم اندېښنه لري چې طالبان به د سیمې لپاره د ترهګرۍ صادرونکي شي، او د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا د خطرناکو امنیتي پروژو اجارهکاره وګرځي.
د هغو راپورونو خپرېدل چې د ترهګرو او تجزیه طلبه ډلو له شتون او پیاوړتیا څخه د ګاونډیو هېوادونو وګړو پر بنسټ یادونه کوي، د ګاونډیانو اندېښنې لا زیاتې کړې دي.
که طالبان د سیمې ابتکارونو ته پاملرنه و نه کړي، نو د ګاونډیانو وروستۍ باورونه به هم له لاسه ورکړي.
امریکا، د دوحې د هوکړې له مخې، له طالبانو ځانګړي تمې لري، چې حتمي ده د سیمې هېوادونه یې نه مني. دا تمې زیاتره امنیتي اړخ لري، او که طالبان ونه شي کولای د ګاونډیانو مشروع اندېښنې رفع کړي، نو دا ډله به مجبور شي چې یا د امریکا یا د سیمې ترمنځ یو لور وټاکي. اوس طالبان باید پریکړه وکړي چې د امریکا د سیاست یوه برخه کېږي، که د افغانستان د خلکو او سیاسي حرکتونو غوښتنې ومني او د سیمې ابتکارونه ومني، تر څو هېواد له یوه نوي بحران څخه وژغوري.
سید احمد موسوي مبلغ




