د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

له پاکستانه د افغان کډوالو اجباري ستنېدنه؛ د پولیسو له ناوړه چلند او د اسانتیاوو نشتوالي شکایتونه

یو شمېر هغه افغان کډوال چې تازه د پاکستان له‌خوا په اجباري ډول شړل شوي، وایي چې د نیولو او لېږد پر مهال د پاکستان پولیسو له دوی سره ښه چلند نه‌دی کړی او ډېری یې اړ شوي چې بې له دې چې خپل مالونه انتقال کړي، افغانستان ته راستانه شي. د دوی په وینا، وضعیت داسې و چې د شخصي وسایلو او اقتصادي شتمنیو د راټولولو فرصت ورته نه‌و ورکړل شوی.

دغه کسان له د طالبانو له ادارې او د پاکستان له چارواکو غوښتنه کوي چې د متقابل تفاهم او خبرو له لارې د افغان کډوالو د وضعیت لپاره یو دوامدار حل ولټوي. دوی ټينګار کوي چې د یو روښانه او انساني چوکاټ نشتوالی د ستنېدونکو کورنیو پر اقتصادي او رواني وضعیت دروند فشار راوړی.

په ورته وخت کې، د کډوالو د حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې د ستنېدونکو مرسته باید یوازې د غنم یا نقدي پیسو پر وېش په پولو کې محدوده نه‌شي. عبدالرازق عادل، چې د همدې فعالانو له ډلې یو تن دی، وایي د ستنېدونکو د دوامدار ادغام لپاره په افغانستان کې بنسټیز اهمیت لري او د طالبانو اداره باید په همغږۍ له مرسته‌کوونکو بنسټونو سره عملي پروګرامونه جوړ کړي، څو دغه کسان له مصرفوونکو څخه تولیدوونکو ته واوړي.

د فعالانو په وینا، د کار، زده‌کړې او معیشت لپاره د ځانګړو پروګرامونو نشتوالی د بیکارۍ او فقر د زیاتېدو خطر په ستنېدونکو کې لوړوي، چې دا مسئله د طالبانو ادارې مستقیم مسؤلیت ګڼل کېږي. دوی زیاتوي چې د دې کړکېچ پر وړاندې غبرګون باید لنډمهالی او نمایشي نه‌وي.

له دې وړاندې هم یو شمېر افغان کډوالو چې په پاکستان کې مېشت وو، غوښتنه کړې وه چې د درې میاشتو مهلت ورکړل شي، څو وکولای شي د لازمې چمتووالي په صورت کې هېواد ته ستانه شي. دا غوښتنه تر اوسه د اړوندو خواوو له‌خوا روښانه او عملي ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button